په افغانستان کې د پانګوالولپاره امنیت مناسب نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i72854-په_افغانستان_کې_د_پانګوالولپاره_امنیت_مناسب_نه_دی
دغه چینی ډیپلوماټ د افغانستان او چین ترمینځ د سیاسی اقتصادی او امنیتی ملګرتیاؤ دپراختیا په ضرورت په ټینګار سره ووئیل د بیجینګ او کابل ترمینځ اړیکې پراخې شوی او چین هڅه کوی ، دافغانستان د اقتصادی پراختیا او د سولې په ټینګیدا کې مهم رول ولوبوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 07, 2018 10:42 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د پانګوالولپاره امنیت مناسب نه دی

دغه چینی ډیپلوماټ د افغانستان او چین ترمینځ د سیاسی اقتصادی او امنیتی ملګرتیاؤ دپراختیا په ضرورت په ټینګار سره ووئیل د بیجینګ او کابل ترمینځ اړیکې پراخې شوی او چین هڅه کوی ، دافغانستان د اقتصادی پراختیا او د سولې په ټینګیدا کې مهم رول ولوبوی .

 تسنیم خبری آژانس راپورورکړ  په افغانستان کې د چین سفیر لیو جین سونګ  نن  دافغانستان   دولسمشر له مرستیال  سرور دانش سره په کتنې کې  وئیلی دی ، په افغانستان کې  پانګونې سره  دچین خصوصی برخه  ډیره دلچسپی لری ،  خو   په دغه هیواد کې ناکراری  دپانګونې لپاره  خورا ستر خنډ  حسابیږی  . 

 هغه زیاته کړې ،  که    امنیتی وضعیّت ښه شی و  نو چینی پانګوال  تیار دی ، څو په افغانستان کې پانګونه وکړی .

 دغه چینی ډیپلوماټ  د افغانستان او چین  ترمینځ د سیاسی اقتصادی او امنیتی ملګرتیاؤ  دپراختیا په ضرورت په ټینګار سره  ووئیل د بیجینګ او کابل ترمینځ اړیکې  پراخې شوی  او چین هڅه کوی ، دافغانستان د اقتصادی پراختیا  او د سولې په  ټینګیدا کې  مهم رول ولوبوی . 

 سرور دانش   هم  په دغې کتنې  کې  په افغانستان کې د سولې په بهیر کې  د چین رول  مهم  او  په دغه هیواد کې  د  سولې او ثبات ټینګیدا د سیمې د درستو هیوادونو  په ګټه وبالۀ.  چین  تل  د ډیپلوماټیکو هلو ځلو له لارې   په افغانستان کې د سولې لپاره  ډیرې هڅې کړی دی . او څو ځله ئې  د  دکابل اسلام اباد  ترمینځ دتاؤتریخوالو د ختمولو  لپاره  درې او څو اړخیزو غونډو کوربتوب کړی دی .