امریکا له طالبانو سره خبرو ته چمتو ده
-
په افغانستان کښې د سولې په خبرو کښې دپاکستان د اندیښنو ختمول ډیر اهمیت لري .
زمونږخبریال وایی امریکا ویلی دی چې دافغانستان له طالبانو سره خبرو ته تیاره ده او زیاته کړی یې ده چې دافغانستان مسله باید د هیواد د خلکو له خوښې او د دغه هیواد دمشرانو تر څارنې لاندې وی او دامنیت دټینګولو لپاره د پاکستان مرسته هم ضروری ده .
دافغانستان د حکومت او دطالبانو ترمینځ د څو ورځې موقته اووربند له اعلانیدا وروسته اوس امریکا هم ویلی دي چې دغه هیواد له طالبانو سره خبرو ته چمتو ده .
دامریکا یوې لوړرتبه چارواکی لیزا کرټس ویلی دی امریکا له طالبانو سره دافغانستان دحکومت استازی توب نه کوی بلکې یوازې په خبرو کښې به ګډون وکړی .
هغې وویل په افغانستان کښې د سولې په خبرو کښې دپاکستان د اندیښنو ختمول ډیر اهمیت لری او مونږ د سولې په زمینه کښې له پاکستانه مرسته غوښتی ده او زیاته یې کړه دسولې په هرډول خبرو کښې به دپاکستان دګټو خیال وساتل شی .