دافغانستان دجنګ دسناریو اصلی لوبغاړی څو ک دی ؟
دطالبانو مشرانو په همداوروستیو کې فیصله کړې ، چې داختر په مناسبت یوازې درې ورځې اووربند کوي څو افغان ولس په آرام او ثبات کې له خپلو خپلوانو سره لیده کاته وکړي او د اختر له خوشالیانو برخمن شي ، هغه په عین حال کې وئيلي دي په دغو شپو ورځو کې به پر حکومتي ځواکونو هم حملې ودروي .
په داسې حال کې چې دافغانستان ولسمشر اشرف غني په دغه هیواد کې د روژې دمبارکې میاشتې وروستیو شپو ورځو او داختر داحترام په خاطر یو اړخیز اوور بند اعلان کړی دی ، خو بیا هم په دغه هیواد کې د ثبات او سولې ټينګیدا ته هیلې ډيرې کمې دي .
زمونږخبریال هم راپور راکوي ، دافغانستان ولسمشر د روژې دمبارکې میاشتې له اوه ویشتمې نیټې داختر دمیاشتې تر پنځمې نیټې پورې له طالبانو سره څو ورځنی یو اړخیز اووبند اعلان کړی چې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي پشمول امریکائي،روسي او دناټو چارواکو ئې هم هرکلی کړی دی . د تهران ریډیو پښتو خپرونې پرون ناوخته د ټيلیفون له لارې په دې باب د طالبانوډلې د دریځ په باب د دغې ډلې له یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهده پوښتنه کړې ، چې هغه هم په ځواب کې وئيلي وو،د طالبانو مشرانو تر دې دمه په دې باب کوم عکس العمل یا دریځ نه دی غوره کړی ، خو هغه جنګونه چې له څلویښتو کلونو راهسې په افغانستان کې یا د بهرنیو یرغلونو په نتیجې کې یا هم په داخلی شخړو کې روان دي ، او څو ځله اووربند شوی ، چې څه خاص اغیزې ئې نه دي درلودلي ، چې یو عامل ئې همدادی چې اور بند معمولا په کابل کې د واکمن لوري له خوا اعلانیږي ، خو دجنګ ښکیل اصلی لوري ورسره موافق نه دي ، نتیجه ئې داده چې د اوور بند خلاف ورزي کیږي او جنګ هم د تیر وخت په نسبت لازیات په سختۍ سره دوام موندلی دی . البته ځينو سرچینو د طالبانو له خوا هم د اوور بند خبرونه خپرۀ کړي دي ، نو تهران ریډیو بیا نن د طالبانوډلې له همدغه ویندوی ذبیح ا... مجاهد سره په دې اړه اړیکه ټینګه کړه نو هغه ووئيل چې دطالبانو مشرانو په همداوروستیو کې فیصله کړې ، چې داختر په مناسبت یوازې درې ورځې اووربند کوي څو افغان ولس په آرام او ثبات کې له خپلو خپلوانو سره لیده کاته وکړي او د اختر له خوشالیانو برخمن شي ، هغه په عین حال کې وئيلي دي په دغو شپو ورځو کې به پر حکومتي ځواکونو هم حملې ودروي .
اوس هم د افغانستان د ولسمشر اشرف غني له خوا د یو اړخیز اووربند اعلان، له طالبانو سره له قید اوشرط پرته د سولې دپلان داعلانیدا په څير دی . اووربند،حتی د هر وجدان لرونکي افغان یو خورا ستر آرمان دی ، خو پوښتنه داده ، چې افغان ولسمشر عملا څومره د دغه اوور بند په اعلان حاکمیّت لري ؟،یعني په دې زمینې کې څومره اختیارات لري او د جنګ په دوام او یا ئې په ختمولو کې دهغه رول څومره دی ؟
یو داسې حکومت چې په کابل کې ئې یو لوړپوړی امنیتی چارواکی په ډاګه وائي ، هغه دکابل ښاریزو ته ډاډ نشي ورکولی چې دوی امنیت تامینولی شی . نو له دغه شان حکومته باید څومره هیله مند ووسو، چې د هغه د پام وړ اوور بند اعلان به اعتبار ولري .
دافغانستان د مشرانو جرګې داستازو په وینا، کله د افغانستان د امنیتی ځواک قومانداني د امریکا په لاس کې ده او هروخت چې وغواړي ، دورځې او یا دشپې مهال عملیات وکړي ، چې زیاتره ئې د عامو خلګو دمرګ ژوبلو لامل کیږي ، نو افغان ځواک مجبور دی ، ورسره ملګرتیاو کړي ، نو دافغان ولسمشر له خوا له طالبانو سره یواړخیز اووربند به څه معنا ولري ؟
ډيری شناندي او کارپوهاان وائي، دلته یوازې بحث د طالبانو نه دی ، او دا چې دامریکا پوځي مشران، د اشرف غني له خوا داوور بند له اعلانه ظاهري هرکلی کوي ، نو پر دوي څومره باؤر کیدلی شي .؟
یو مهم ټکی چې ښئ طالبان هم د جنګ د دوام لپاره پرې استدلال کوي دادی چې دواړه لوري ، یعني حکومت اوطالبان د جنګ او سولې په باب هیڅ اختیارات نه لري او دا اختیار یوازې د امریکایانو په لاس کې دی ، بلکې د افغانستان د مشرانو جرګې د استازو په وینا، دافغانستان د امینتی ځواک قومانداني هم دامریکائي چارواکو په لاس کې ده شپې مهال عملیاتو اود ورځې حملو او بمباریو ته دوام ورکوي . د افغانستان حکومت د عامو خلکو دمرګ ژوبلو دمخنیوي قدرت نه لري او نه هم له بهرنیو عسکرو سره په دې باب جَوَتې خبرې کولی شي . په دغه شان وضعیّت کې د اشرف غني له خوا یو اړخیز اوور بندته څومره هیله کیدلی شی چې پخپله بهرنیان پرې اعتماد نه لري ؟ دا به په راتلونکي کې مشخصه شي ، خو اوس په ډاګه ویئل کیدلی شی ،چې که دبهرنیانو پوځي خوځښتونه اوپوځي شتون نه وائ ، نو څو ورځنی یو اړخیز اووربند دیوې دائمي سولې سریزه کیدلئ شوه .
(لیکوال : عاشق حسین طوري )