دبګرام اوپلچرخی له زندانونو دحزب اسلامی کابودوه نیم سوه بندیان خوشی شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i73350-دبګرام_اوپلچرخی_له_زندانونو_دحزب_اسلامی_کابودوه_نیم_سوه_بندیان_خوشی_شول
ډیری شناندی اوکارپوهان وائی په بګرام اوپلچرخی بندونو کې د حزب اسلامی ګوند بندیان د عامو افغانانو د وژلو او دترهه ګرو حملو په تور شپې سبا کولې .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 14, 2018 17:42 Asia/Kabul
  • دبګرام اوپلچرخی له زندانونو دحزب اسلامی کابودوه نیم سوه بندیان خوشی شول

ډیری شناندی اوکارپوهان وائی په بګرام اوپلچرخی بندونو کې د حزب اسلامی ګوند بندیان د عامو افغانانو د وژلو او دترهه ګرو حملو په تور شپې سبا کولې .

زمونږخبریال له کابله راپورراکړ  دافغانستان حکومت نن  د نیکمرغه کوچنی اختر  په درشل کې  د حزب اسلامی ګوند  دوه سوه شپیت بندیان  له پلچرخی او بګرام بندونو خوشی کړل 

 له دې مخکې هم د  افغانستان حکومت له بندونو دحزب اسلامی   ګوند  کابو یو نیم سل  بندیان خوشی کړی وو  چې  د دغو دوه سوه شپیتونورو بندیانو په خوشی کولو سره   د حزب اسلامی ګوند د خوشی شوو بندیانو شمیر  څلور سوه  لسو  ته رسیږی .

  د ګلبدین  حکمتیار  زوم  غیرت بهیر  وئیلی دی ،    دافغانستان په بندونو کې د حزب اسلامی ګوند کابو درې زره بندیان شپې سبا کوی  چې باید  د سولې د موافقې په اساس خوشی شی .

  د  دافغانستان د حکومت او حزب  اسلامی ګوند  ترمینځ دسولې  دموافقې په اساس ، د دغه هیواد   دسولې  له بهیر سره د یوځای کیدا لپاره د ګلبدین حکمتیار  یو شرط   د بندیانو خوشی کیدا و له جنګه  لاس په سر کیدا  وه .

   خو ډیری شناندی اوکارپوهان وائی  په بګرام اوپلچرخی بندونو کې د  حزب اسلامی ګوند بندیان  د عامو افغانانو    د وژلو  او  دترهه ګرو حملو په تور شپې سبا کولې .