دبګرام اوپلچرخی له زندانونو دحزب اسلامی کابودوه نیم سوه بندیان خوشی شول
ډیری شناندی اوکارپوهان وائی په بګرام اوپلچرخی بندونو کې د حزب اسلامی ګوند بندیان د عامو افغانانو د وژلو او دترهه ګرو حملو په تور شپې سبا کولې .
زمونږخبریال له کابله راپورراکړ دافغانستان حکومت نن د نیکمرغه کوچنی اختر په درشل کې د حزب اسلامی ګوند دوه سوه شپیت بندیان له پلچرخی او بګرام بندونو خوشی کړل
له دې مخکې هم د افغانستان حکومت له بندونو دحزب اسلامی ګوند کابو یو نیم سل بندیان خوشی کړی وو چې د دغو دوه سوه شپیتونورو بندیانو په خوشی کولو سره د حزب اسلامی ګوند د خوشی شوو بندیانو شمیر څلور سوه لسو ته رسیږی .
د ګلبدین حکمتیار زوم غیرت بهیر وئیلی دی ، دافغانستان په بندونو کې د حزب اسلامی ګوند کابو درې زره بندیان شپې سبا کوی چې باید د سولې د موافقې په اساس خوشی شی .
د دافغانستان د حکومت او حزب اسلامی ګوند ترمینځ دسولې دموافقې په اساس ، د دغه هیواد دسولې له بهیر سره د یوځای کیدا لپاره د ګلبدین حکمتیار یو شرط د بندیانو خوشی کیدا و له جنګه لاس په سر کیدا وه .
خو ډیری شناندی اوکارپوهان وائی په بګرام اوپلچرخی بندونو کې د حزب اسلامی ګوند بندیان د عامو افغانانو د وژلو او دترهه ګرو حملو په تور شپې سبا کولې .