ترهګرو د افغانستان امنیت په نښه کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i73448-ترهګرو_د_افغانستان_امنیت_په_نښه_کړی_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند تیره شپه د افغانستان په ننګرهار ولایت کښې ترهګره چاودنه وغندله او د دغه هیواد له حکومت او ولس سره یې خواخوږي څرګنده کړه.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jun 17, 2018 00:35 Asia/Kabul
  • ترهګرو د افغانستان امنیت په نښه کړی دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند تیره شپه د افغانستان په ننګرهار ولایت کښې ترهګره چاودنه وغندله او د دغه هیواد له حکومت او ولس سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

د ایرنا د رپورټ له مخې بهران قاسمي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ترهګرو د افغانستان ثبات او امنیت په نښه کړی دی څرګنده کړه: د افغانستان د ولس بدغواړي چې ثبات، آرامښت او د اوربند په شمول چې د حکومت او طالب ډلې ترمینځ ټینګ شوی وروستی هلې ځلې د خپلو ګټو خلاف ګڼي، په دغه هیواد کښې د وحدت او یووالي عملي کیدل یې ونه زغمل او د یو بل جنایت په کولو سره یې وښودله چې ژوند او دوام یې په جنایت جوړونې او تفرقه اچونې کښې دی.
د ایران د خارجه وزارت ویاند زیاته کړه: د افغانستان حکومت او ولس به ډیر زر پر دغو ترهګرو عناصرو چې د وحدت، ثبات او امنیت خرابونکي دي، برلاسی شي او په ترهګرۍ باندې په بري سره به د خپل صبر او مقاومت میوه ترلاسه کړي.

د ویلو ده چې پرون مازیګر د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کښې د افغانستان د امنیتي ځواکونو او یوه ډله طالبانو په غونډّ کښې د بم چاودیدو په وجه ۲۶ تنه وژل شوي او ۳۴ زخمي شوي وو.

داعش ترهګرې ډلې د دې چاودنې پړه منلې ده.