د افغانستان لپاره د ټرمپ پاليسي د صلحې يا جنګ لپاره؟
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i74379-د_افغانستان_لپاره_د_ټرمپ_پاليسي_د_صلحې_يا_جنګ_لپاره
زمونږ تهران رېډيو ته د رارسېدلو رپوټونو له مخې د امريکې د دفاع وزارت د تېرې نهې په ورځ «په افغانستان کښې د امنيت او ثبات پياوړتيا» تر عنوان لاندې د امريکې کانګرس ته د افغانستان د امنيتي حالت په اړه د خپل شپږ مياشتيني رپوټ په وړاندې کولو سره د افغانستان او د اېشيا د جنوب لپاره د ډونالډ ټرمپ پاليسي چې د تېر ۲۰۱۷ کال په اګست کښې اعلان شوې ده کاميابه بللې شوې ده. پېنټاګان په خپل رپوټ کښې همدارنګ ويلي دي چې ټرمپ د افغانستان د مسئلې سياسي هواري لپاره هيلې زياتې کړې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 05, 2018 10:12 Asia/Kabul
  • د افغانستان لپاره د ټرمپ پاليسي د صلحې يا جنګ لپاره؟

زمونږ تهران رېډيو ته د رارسېدلو رپوټونو له مخې د امريکې د دفاع وزارت د تېرې نهې په ورځ «په افغانستان کښې د امنيت او ثبات پياوړتيا» تر عنوان لاندې د امريکې کانګرس ته د افغانستان د امنيتي حالت په اړه د خپل شپږ مياشتيني رپوټ په وړاندې کولو سره د افغانستان او د اېشيا د جنوب لپاره د ډونالډ ټرمپ پاليسي چې د تېر ۲۰۱۷ کال په اګست کښې اعلان شوې ده کاميابه بللې شوې ده. پېنټاګان په خپل رپوټ کښې همدارنګ ويلي دي چې ټرمپ د افغانستان د مسئلې سياسي هواري لپاره هيلې زياتې کړې دي.

په رپوټ کښې همدارنګ راغلي دي چې په افغانستان کښې د امريکې مقصد همدا دے چې پرېږندي دغه هېواد يو ځل بيا په امريکې او د هغې په اتحاديانو باندې د حملې لپاره د ترهه ګرو ډلو په امن ځالو بدل شي.

امريکائي چارواکو کانګرس ته د دغه رپوټ د وړاندې کولو په وخت تاکيد وکړ چې د افغانستان له فوځ او پوليسو سره ملګرتيا او ورته د مشورو ورکولو ته به دوام ورکړي. دغه رپوټ د ۲۰۱۷ کال د دسمبر له وړومبۍ نېټې نه د سږ ۲۰۱۸ کال د مۍ تر ۳۱ نېټې پورې د افغانستان امنيتي حالت په بر کښې نيسي.

د افغانستان د دفاع د وزارت د وياند د دفتر سرپرست محمد رادمنش هم تائيدوي چې د تېرو وختونو په نسبت افغا ځواکونه په تېره بيا هوائي او کمانډوئي ځواکونه ډېر پياوړي شوي دي.

د امريکې د دفاع د وزارت د نهې د ورځې په رپوټ کښې دا هم راغلي دي چې د افغانستان او د اېشيا د جنوب لپاره د امريکې پالېسۍ د يوې سياسي حل لارې په خاطر د افغانستان د حکومت او امنيتي ځواکونو هيلې زياتې کړې دي.

د امريکې د دفاع د وزارت رپوټ همدارنګ د طالبانو لپاره د افغانستان د ولسمشر د صلحې او خبرو اترو وړانديزونه هم ستائيلي دي.

همدارنګ د نېټو چارواکي وائي هيله ده چې د جولائۍ په مياشت کښې د دغې ادارې په سرمشريزه غونډه کښې د افغانستان د صلحې، دغه هېواد ته د تازده دمه عسکر د لېږلو او له ۲۰۲۰ کال نه وروسته له افغان ځواکونو څخه د مالي او فوځي ملاتړ په شان مسائلو په  اړه بحث وشي.

په سياسي چارو کښې د نېټو د مشر مرستيال جيمز اپاتوراي رسنيو ته ويلي دي چې په دغه غونډه کښې چې د ۲۰۱۸ روان ميلادي کال د جولائۍ د روانې مياشې په ۱۱ او ۱۲ نټو د بلجيم په پائتخت بروکسل کښې جوړيږي د افغان ولسمشر اشرف غني دصلحې وړانديز او نوښت په اړه بحث وشي چې د افغانستان د مسئلې لپاهر يوه سياسي حل لاره پېدا شي.

آپاتورای د دوو نورو موضوع ګانو په اړه داسې وويل: وړومبې دا چې د نېټو اتحاديان به تائيد کړي چې غواړي د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې د ماموريت لپاره لا زيات ځواکونه ليږي.دويمه دا چې هغوي به له ۲۰۲۰ کال نه وروسته د افغانستان له امنيتي ځواکونو څخه مالي ملاتړ تمديد کړي.

د افغان حکومت اجرائيه مشر عبدا... عبدا... په دې اړه ويلي دي چې «د ملي وحدت حکومت به په بروکسل کښې د نېټو په کانفرنس کښې ګډون کوي. او هيله من يو چې د دغې غونډې نتيجه به په راتلونکو کلونو کښې له امنيتي، او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړونو دوام وي.»

د افغان حکومت د اجرائيه مشرتابه په خبرتيا کښې راغلي دي، په افغانستان کښې د نېټو غېر فوځي لوړ رتبه استازي کورنيليوس سيمرمېن عبدا... عبدا... ته د نېټو په عمومي غونډه کښې د ګډون لپاره بلنه ورکړې ده.

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان د مشرانو د جرګې داخلي دفاعي او امنيتي کمېشن وائي، د افغانستان په حالت کښې د ټرمپ پالېسۍ هغه ډول چې پکار ؤ تاثير نه دے لرلے.

د دغه کمېشن مشر محمد هاشم الکوزي چې له يوې بهرنۍ رسنې سره يې مرکه کوله وويل چې په افغانستان کښې جنګ سخت شوے دے او ترهه ګرې ډلې هم په دغه هېواد کښې خپلو فعاليتونو ته هم هغه شان دوام ورکوي.

هغه زياته کړه، د جنګ مشکلات موجود دي او ترهه ګرې ډلې چې د امريکې او دهغې د اڼډيوالانو په وړاندې جنګيږي او تل يې يادونه کيږي اوس هم جنګ ته دوام ورکوي، هغه ولسوالۍ او سيمې چې مخکې د هغوي په کنټرول کښې وې اوس هم په هغو باندې واکمني لري او بايد ووايو چې د ډونالډټرمپ پاليسې په مطلقه توګه ناکامه ده.

د افغانستان د علومو د اکېډېمۍ د دائرت المعارف څانګې مشر استاد حبيب ا... رفيع زمونږ له تهران رېډيو سره په ټيلفوني مرکه کښې وويل، د ټرمپ پاليسي يوه جنګي پاليسي ده چې په افغانستان کښې د جنګ د دوام لپاره غوره شوې ده. هغه همدارنګ د نېټو د مشرانو دې اميد ته په اشارې سره چې ويلي يې دي چې د نېټو په سرمشريزه غونډه کښې به د افغانستان د صلحې، دغه هېواد ته د نورو ځواکونو د لېږلو او له ۲۰۲۰ کال نه پس د نېټو د فوځي شتون د دوام موضوع ګانو باندې بحث وشي وويل، دا د ټرمپ هم هغه جنګي پاليسي ده چې د امريکې د ګټو په لړ کښې د دغه هېواد او نېټو د ځواکونو د فوځي شتون په دوام او همدارنګ د جنګ په دوام تاکيد کوي، استاد رفيع واضحه کړه د طالب ډلې سره د صلحې کوششونه د دغې ډلې د کمزوری کولو او د داعش ترهه ګرې ډلې د مضبوطولو لپاره بڼه نيسي.