حصارک کې  د طالبانو ۱۵ عناصر ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i74535
د ننګرهار چارواکو د دې ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د ۱۵ طالب عواملو د وژل کیدو خبر ورکړی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 10, 2018 11:59 Asia/Kabul
  • حصارک کې  د طالبانو ۱۵ عناصر ووژل شول

د ننګرهار چارواکو د دې ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د ۱۵ طالب عواملو د وژل کیدو خبر ورکړی.

د ننګرهار د والی ویاند عطالله خوکیاڼی خاورمیانه خبری اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ په میاګانو سیمه کې تېره شپه د ملی امنیت ځآنګړو ځواکونو د طالبانو پر یو پټنځای عملیات ترسره کړی،چې په ترځ کې ۱۵ طالبان ترهګر وژل شوی او همدا راز د دوی ګڼ شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوی دی .

د خوګیاڼی په خبره د ترسره شوو عملیاتو پر مهال یو طالب  ژوندی هم نیول شوی دی، او همدا راز د هوایی ځواکونو له لورې د وسله والو طالبانو پر یو شمیر نورو پټنځایونو هم بریدونه شوی، چې له امله یې درنه مرګ ژوبله اوښتې او کره شمیره به یې وروسته شریکه شی .

د ملی امنیت ځواکونو له لورې د ورکړل شویو معلوماتو له مخې په دې عملیاتو کې ملکی وګړو او امنیتی ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .