حکمتيار د افغان حکومت له مخالفانو سره يوځاے کيږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i74682-حکمتيار_د_افغان_حکومت_له_مخالفانو_سره_يوځاے_کيږي
د افغانستان د حزب اسلامي مشر د دغه هېواد د پارلېماني انتخاباتو د چلند د څېړنې لپاره د مخالفو ګوندونو د مشرانو په غونډه کښې ګډون وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 14, 2018 12:07 Asia/Kabul
  • حکمتيار د افغان حکومت له مخالفانو سره يوځاے کيږي

د افغانستان د حزب اسلامي مشر د دغه هېواد د پارلېماني انتخاباتو د چلند د څېړنې لپاره د مخالفو ګوندونو د مشرانو په غونډه کښې ګډون وکړ.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې ګلبدين حکمتيار پرون په کابل کښې د افغان حکومت د مخالفو ګوندونو د مشرانو په غونډه کښې په ګډون سره په دغه غونډه کښې له ګډون کونکو ره د دغه هېواد د پارلېماني او ولايتي شوراګانو د انتخاباتو په باره کښې بحث او د نظر د تبادله وکړه.

په دغه غونډه کښې د حزب جمعيت اسلامي مشر صلاح الدين رباني، د ملي وحدت د حکومت د اجرائي مشر وړومبي مرستيال محمد محقق، د افغانستان پخواني خارجه وزير ضرار احمد مقبل، د پارلېمان پخواني مشر يونس قانوني، د جبهه ملي نوين مشر انوارالحق احدي، د حزب محاذ ملي مشر سيد احمد ګيلاني او د جنبش ملي اسلامي مشر باتور دوستم شتون لرۀ.

اټکلونه کيږي چې د حزب اسلامي مشر چې د افغان ولسمشر اشرف غني له انډيوالانو ګڼل کيږي موقف بدل کړے او د دغه هېواد له مخالفو ګوندونو سره د تعلقاتو جوړولو په لټه کښې دے.