دناټو الوتکې د افغانستان اوه ښاریز وژلی
Aug 01, 2018 05:24 Asia/Kabul
-
دفراه ولایت د بالابلوک سیمه په فراه رود سیمه کښې هم په یوه ګاډي کښې بم چاودنې اته(۸) کسان وژلي او څلویښت(۴۰) نور ژوبل کړي دي .
زمونږ خبریال وایی دافغانستان په لوګر ولایت کښې د ناټو د بې پایلوټه الوتکې په برید کښې اوه(۷) ملکی وګړی وژل شوی او دوه(۲) نور ژوبل شوی هم دی .
دغه راز دطالبانو ډلې یوشمیر غړو هم پرون سهار په فاریاب ولایت کښې یوه(۱) مور او دهغې لور په ډزو ووژل .
بل خبر دا چې وسله والو طالبانو د ګردیز او کابل په لویه لاره کښې دوه ویشت(۲۲) مسافران له ګاډو کوز کړی او تښتولی یې دی .
طالبانو دغه کسان تیږی کنډو په غفور خیلو سیمه کښې تښتولی دی .
پولیسو د ګاډو د مسافرانو د ژغورلو لپاره په وخت اقدام کړی او شپږ (۶)کسان یې له وسله والو طالبانو ژغورلی دی .
دفراه ولایت د بالابلوک سیمه په فراه رود سیمه کښې هم په یوه ګاډی کښې بم چاودنې اته(۸) کسان وژلی او څلویښت(۴۰) نور ژوبل کړی دی .
ټیګونه