دافغانستان طالبانو په دایکنده ولایت کښې ماته وخوړله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i75359-دافغانستان_طالبانو_په_دایکنده_ولایت_کښې_ماته_وخوړله
زمونږ خبریال وایی دافغانستان په مرکز کښې په دایکندی ولایت کښې د امنیتی ځواکونو پرضد د طالبانو حملې له ماتی سره مخ شوې .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 06, 2018 13:59 Asia/Kabul
  • په چاریکار کښې پرون  ددوې په حملې کښې د امریکا پینځلس(۱۵)عسکر مړه او ژوبل شوي وو .
    په چاریکار کښې پرون ددوې په حملې کښې د امریکا پینځلس(۱۵)عسکر مړه او ژوبل شوي وو .

زمونږ خبریال وایی دافغانستان په مرکز کښې په دایکندی ولایت کښې د امنیتی ځواکونو پرضد د طالبانو حملې له ماتی سره مخ شوې .

د دایکندی د پولیسو د قومندنۍ مرستیال انور محمدی وویل دطالبانو غړو بیګا له دریو (۳)جبهو څخه د دغه ولایت په« پاتو» ولسوالۍ کښې د افغانستان د امنیتی ځواکونو په مرکز حمله وکړه چې د حکومتی ځواکونو له مقاومت سره مخ شوه او طالبان په شا وتمبول شول .

انور محمدی وویل دغه حمله دافغانستان له امنیتی او ځایی ځواکونو سره د طالبانو دجګړې سبب شوه او په ترڅ کښې یې څلور(۴) طالبان ووژل شول او شپږ (۶)نور ژوبل هم شول .

په دغه جګړه کښې دوه(۲) ځایی ځواکونه هم ووژل شول او دوه(۲) نور ژوبل شول .

دغه راز ناټو وویل چې پرون  دافغانستان د پروان ولایت په مرکز چاریکار کښې په خلالزی سیمه کښې ددوې په کاروان حملې کښې درې (۳)وژل شوی عسکر د چیک جمهوریت او یوبل ژوبل شوی پوځی دامریکا ښاریز وو .

دافغانستان دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی دی چې په چاریکار کښې پرون  ددوې په حملې کښې د امریکا پینځلس(۱۵)عسکر مړه او ژوبل شوی وو .