دافغانستان طالبانو په دایکنده ولایت کښې ماته وخوړله
-
په چاریکار کښې پرون ددوې په حملې کښې د امریکا پینځلس(۱۵)عسکر مړه او ژوبل شوي وو .
زمونږ خبریال وایی دافغانستان په مرکز کښې په دایکندی ولایت کښې د امنیتی ځواکونو پرضد د طالبانو حملې له ماتی سره مخ شوې .
د دایکندی د پولیسو د قومندنۍ مرستیال انور محمدی وویل دطالبانو غړو بیګا له دریو (۳)جبهو څخه د دغه ولایت په« پاتو» ولسوالۍ کښې د افغانستان د امنیتی ځواکونو په مرکز حمله وکړه چې د حکومتی ځواکونو له مقاومت سره مخ شوه او طالبان په شا وتمبول شول .
انور محمدی وویل دغه حمله دافغانستان له امنیتی او ځایی ځواکونو سره د طالبانو دجګړې سبب شوه او په ترڅ کښې یې څلور(۴) طالبان ووژل شول او شپږ (۶)نور ژوبل هم شول .
په دغه جګړه کښې دوه(۲) ځایی ځواکونه هم ووژل شول او دوه(۲) نور ژوبل شول .
دغه راز ناټو وویل چې پرون دافغانستان د پروان ولایت په مرکز چاریکار کښې په خلالزی سیمه کښې ددوې په کاروان حملې کښې درې (۳)وژل شوی عسکر د چیک جمهوریت او یوبل ژوبل شوی پوځی دامریکا ښاریز وو .
دافغانستان دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی دی چې په چاریکار کښې پرون ددوې په حملې کښې د امریکا پینځلس(۱۵)عسکر مړه او ژوبل شوی وو .