ایا څوک شته چې دافغانستان دخلکو په سم ډول مشرۍ وکړی ؟
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i75590-ایا_څوک_شته_چې_دافغانستان_دخلکو_په_سم_ډول_مشرۍ_وکړی
زمونږ خبریال وایی دافغانستان غزنی ښار چې داسلامی نړۍ د کلتوری مرکز په توګه نومول کیږی چورتالان شو .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 14, 2018 12:46 Asia/Kabul
  • د افغانستان دغزني ښار غمیزه د قندوز او د فراه ولایتونو په نسبت څو برابره لویه او ژوره ده .
    د افغانستان دغزني ښار غمیزه د قندوز او د فراه ولایتونو په نسبت څو برابره لویه او ژوره ده .

زمونږ خبریال وایی دافغانستان غزنی ښار چې داسلامی نړۍ د کلتوری مرکز په توګه نومول کیږی چورتالان شو .

دافغانستان غزنی تاریخی ښار څلور(۴) ورځې د بهرنیو عسکرو په تیره بیا د امریکا د پوځیانو په هوایی حملو او دطالبانو په حملو کښې وسوځید او د اشرف غنی او دعبدالله عبدالله په مشرۍ د افغانستان د ملی و حدت دحکومت په کارنامې کښې دغه جنایت ولیکل شو .

دافغانستان طالبانو څلورم (۴)ښار چې پلازمینې کابل ته نږدی پروت دی هم ونیوه .

دا په داسې حال کښې دی چې دافغانستان حکومت په هیواد کښې د امریکا د پوځی اډو له شتون سره موافقه کړی ده  او له واشنګټن سره یې شرمونکی امنیتی تړون هم لاسلیک کړی وو خو امریکا ددغه تړون پراساس دطالبانو لاس ته د غزنی ښار د ورتلو مخه ونه نیوله او که چیرې امریکا په غزنی ښار بمبارې هم کړی دی نو یوازې یې کورونه ړنګ کړی او ملګی وګړی یې وژلی دی .

د افغانستان دغزنی ښار غمیزه د قندوز او د فراه ولایتونو په نسبت څو برابره لویه او ژوره ده .

نه یوازې غزنی ښار چورتالان شو بلکې دافغانستان په سلګونو خلک په دغو حملو کښې ووژل شول او په لسګونو زره کورنۍ له داسې غمیزې سره مخ شوې چې دریم(۳) نسل به یې عادی ژوند ته د ورستنیدا قدرت ونلری .

که څه هم د افغانستان دفاع او خارجه وزارتونو هڅه وکړه په یو لړ څرګندونو سره د غزنې غمیزه کوچنۍ وښیی خو کله چې د سوریې د رقه او دعراق دموصل ښارونو په شان  دافغانستان په غزنی ښار کښې د ترسره شویو جنایتونو، ورانیو او تباهیو عکسونه په ټولنیزو اینټرنیټ سایټونو کښې خپاره شول نو د افغانستان د بې احساسه او دبې خبره حکومتی چارواکو څیرې رسوا  شوې  .

د افغانستان د غزنی ښار د غمیزې ژورتیا به هغه وخت په ښه ډول  معلومه شی چې جنګ پاې ته ورسیږی .

تراوسه دافغانستان په غزنی ولایت کښې دترسره شویو جنایتونو څو بیلګې رسنیو ته ایشوا شوی دی .

په دوې کښې یوه(۱) بیلګه د افغانستان دغزنی ولایت د اجرستان ولسوالۍ د سلګونو کومانډو ځواکونو بې درکه کیدل دی چې په زیات ګمان سره وژل شوی دی .

په دغه ځاې کښې نه دطالبانو قدرت او نه هم د غزنی ښار د نسکوریدا ارزښت مطرح دی .

دافغانستان د غزنی ښار غمیزه ډیره ژوره ده او بحث په دې هکله دی چې هغه حکومت او نظام چې دافغانستان په خلکو واکمن دی یو(۱) نظام نه ګڼل کیږی .

په داسې حال کښې چې په یوه ښار له څلورو(۴) خواو څخه حملې شوی ده د افغانستان چارواکی د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې په غونډو کښې خلکو ته شنه باغونه ورښیی .

په دا ډول حالت کښې په یوه (۱)کلتوری ښار غزنی حمله شوی ده بهرنیو عسکرو چې د افغانستان حکومت او نظام په هغو تکیه لری هیڅ غبرګون ونه ښود .

دغه حالت ددې ښودنه کوی چې دافغانستان د فراه، غزنی او د قندوز ولایتونو غمیزې به په ځلونو تکرار شی .

د افغانستان د غورماچ ، ارزګان او د اجرستان سیمو پیښې به تر هغه وخته تکرار شی چې یا خلک په کامل ډول له حرکت کولو منع کړی او په ګونډو یې کړی او د پردیو هیوادونو دجنګ قربانیان شی یا هم له دغه سپیره حالته د ژغورل کیدا لپاره خلک پاڅون وکړی او یو حرکت پیل کړی داسې حرکت چې په حقیقی معنا د هیواد د  ژغورل کیدا او د روان حالت دختمیدا سبب شی .

دافغانستان له اوسنی حکومت څخه دغه هیله نه کیږی چې وکولای شی اوسنی خواشینونکی حالت خپل عادی حالت ته ورستون کړی .

ایا داسې څوک شته چې دافغانستان دخلکو چې د هیواد د ژغورنې لپاره دامنیت او د سولې تږی دی مشرۍ وکړی ؟ راتلونکی وخت به دغه پوښتنې ته ځواب ووایی .

لیکوال عاشق حسین طوری

دتهران راډیو دپښتو خپرونې مدیر

د۲۰۱۸ میلادی کال د اګست دمیاشتې ۱۴ نیټه