طالب ډلې په کابل پرونۍ راکټي حمله کښې لاس لرنه رد کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i75805-طالب_ډلې_په_کابل_پرونۍ_راکټي_حمله_کښې_لاس_لرنه_رد_کړه
په افغانستان کښې وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې پر کابل ښار په راکټي برید کښې دوی هیڅ لاس نه لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 22, 2018 01:06 Asia/Kabul
  • طالب ډلې په کابل پرونۍ راکټي حمله کښې لاس لرنه رد کړه

په افغانستان کښې وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې پر کابل ښار په راکټي برید کښې دوی هیڅ لاس نه لري.

د طالب ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کښې ویلي ”د کابل د پرون ورځې بریدونه له دغې ډلې سره څه اړه نه لري. “

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش تردې مخکې ویلي وو، چې وړومبنۍ څېړنې ښیي چې په دغه برید کښې دوه موټرونه چې راکټونه په کښې وو استعمال شوې او ۳ بریدګر په کښې ښکېل وو.

نوموړی زیاته کړه، چې د برید ترڅنګه دوه سرتېري له وسله والو سره د نښتې په مهال سخت ژوبل شوي دي.

د دانش په وینا، د وسله والو له خوا توغول شوي راکټونه د کابل ښار د وړومبۍ، دويمې، لسمې او شپاړسمې امنیتي حوزو په مربوطاتو کښې لګېدلي دي.

تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده چې امنیتي چارواکو تر دې مخکې ویلي وو، چې د لوی اختر په مناسبت د کابل ښار په ګډون په ټولو مهمو ولایتونو او ښارونو کې یې کلک امنیتي تدابیر نیولي دي خو تر اوسه لا معلومه نه ده چې وسله وال څنګه وتوانېدل د ولسمشرۍ ماڼۍ تر څنډو ځانونه ورسوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند په همدې حال کښې وایي د پيښې په اړه تحقيقات روان دي او جزئیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک شي.