کابل ته د امريکائي فوځيانو د نوي قوماندان ناڅاپه سفر
د امريکائي فوځيانو نوے قوماندان چې ټاکل شوې ده ډېر زر په افغانستان کښې د بهرنيو فوځيانو قومانداني په غاړه واخلي له مخکې نه په نه اعلان شوي سفر کښې کابل ته لاړ.
د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې جنرل سکاټ مېلر کابل ته له رسېدو سره سم د افغانستان د ملي وحدت د حکومت له اجرائي مشر عبدا... عبدا... سره کتنه او په دغه هېواد کښې يې وروستيو فوځي حالاتو په باره کښې خبرې اترې وکړې.
د غزني په شمول د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د اناامنۍ دوام، د بهرنيو فوځيانود شتون له دوام سره د خلقو مخالفت او د اکتوبر په شلمه د د پارلېماني او ولايتي شوراګانو د انتخاباتو کول د عبدا... او مېلر د خبرواترو ځينې موضوع ګانې اعلان شوې دي.
له جنرل مېلر نه علاوه په کابل کښې د امريکې سفير جان بس او په افغانستان کښې د امريکائي فوځيانو اوسني قوماندان جنرل جان نېکلس په دغه کتنه کښې موجود وو.
په افغانستان کښې د امريکائي فوځيانو نوي قوماندان په داسې حال کښې کابل ته سفر کړے دے چې په دغه هېواد کښې ناامنۍ او حملې زياتې شوې دي او د دغه هېواد خلق د جنګ د ختمېدو، د امنيت د ټينګېدو او له خپل هېواده د غاصبانو او نيواکګرانو د وتلو غوښتونکي دي.