کابل کښې ناپېژاندو کسانو د افغان هوائي ځواک دوه منسوبين ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i75948-کابل_کښې_ناپېژاندو_کسانو_د_افغان_هوائي_ځواک_دوه_منسوبين_ووژل
ناپېژانده وسله والو نن سهار د افغانستان د هوايي ځواک دوه منسوبين د کابل ښار د پنځلسمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې پر ډزو وژلي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2018 11:02 Asia/Kabul
  • کابل کښې ناپېژاندو کسانو د افغان هوائي ځواک دوه منسوبين ووژل

ناپېژانده وسله والو نن سهار د افغانستان د هوايي ځواک دوه منسوبين د کابل ښار د پنځلسمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې پر ډزو وژلي دي.

د کابل پوليسو د ١٠١ اسمايي زون د قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي وويل چې دغه بريد نن سهار شاوخوا شپږ بجې دوو موټرسايکل سپرو ناپېژانده وسله والو د يادې حوزې اړوند په خواجه بغرا سيمه کې وکړ.

ده د نورو جزيياتو له ورکولو بغېر وويل چې په بريد کښې دواړه وژل شوي کسان د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواک قوماندانۍ منسوبين دي.

خو د ملي دفاع وزارت يوه سرچينه وايي چې له وژل شويو کسانو څخه يو پيلوټ او بل يې د الوتکو د تخنيک انجنير دى.

چارواکي وايي، بريدکوونکي له سيمې تښتېدلي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

په يادو کسانو د بريد مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دے اخيستى.