دافغانستان وضعیـت ولې ورځ تربلې ترینګلی کیږی؟ (یوبشپړریډیوئي تحلیل)
که د داعش په باب دعبدا... عبدا... خبرې سمې وی ، نو بیا باید دافغانستان هغه درست شخصیتونه او دپارلیمان استازی محاکمه شی چې ځانونه ئې دافغانستان په ختیځی اوشمالی ولایتونو کې دامریکائی چورلکو په وسیله داعشیانو سره دمرستو رسونې د عینی شاهدانو په توګه معرفی کړی دی .
دافغانستان امنیتی وضعیّت د پخوا په څیر لا پسې ترینګلی کیږی ،که څه هم په لسګونو زره بهرنیو عسکرو په شمول پکې ډیر زیات امنیتی ماموران دندې ترسره کوی .
زمونږخبریال راپور راکړ په داسې حال کې چې د افغانستان دغزنی ولایت دشخړې ډیر وخت نه تیریږی ، په ولسی جرې اوولایتی شورا او د ولسوالیو په شوراګانو کې دځینو ولایتونو استازو د خپلو ولایتونو او ولسوالیو دنسکوریدا او د طالبانو د حملو دزیاتیدا خبر ورکړی او له بده مرغه په تیرو څو کلونو کې په ځینو ولایتونو کې دغه شان اندیښنې سمې ثابتې شوی هم دی . که دافغانستان دامنیتی اورګانونو د چارواکو کمزورتیاؤ ته لږ پام وشی ، نو ممکنه ده د غزنی یا کندوز د ولایتونو په څیر د نورو ولسوالیونسکوریدا هم ترسترګو شی او د دغې غمیزې دلیلونه ممکنه ده لازیات وی . له یوه عام افغانی رانیولې تر یوه نامتو شناندی پورې ، ځینی دلیلونه زیاتره افغانان ښه ګڼی او واقعیّت دا دی چې دافغانستان حکومت او د دغه هیواد نظام نه یوازې په امنیتی برخې کې ،بلکې په هرې برخې کې په تیره بیا په سیاسی برخې کې په بشپړ ډول بې وسه اوناکام شوی دی ، چې د دغه هیواد دملی امنیت د وخت سلاکار حنیف اتمر استعفی ئې یو واضح مثال دی ، او له دې لابدتره دا چې دافغانستان چارواکی پخپلو بې وسیو اوکمزوریو او دامریکائی پوځیانو پر جنایتونو نه یوازې اعتراف نه کوی ،بلکې حقایق اوخپلې تیروتنې او دامریکائی عسکرو جنایتونه توجیه کوی هم . په داسې حال کې چې د چورلکو په وسیله د داعشیانو ته د مرسته رسونې ویډیو ئی کلیپونه اوفلمونه په ټولنیزو چینلونو کې نندارې ټه وړاندې شوی او د ا فغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا دمشر عبدا..عبدا... پشمول د دغه هیواد حکومت چارواکی داعشی تکفیریانو ته دمرسته رسونې په باب د روسیې د خارجه وزارت دمرستیال څرګندونې ردوی او وائی چې دا له پلمو زیات څه نه دی ، څو په افغانستان کې خپل یو شمیر اقدامات توجیه کاندی .
ډیری شناندی وائی که د روسیې پشمول د هر یوه هیواد له خوا کومه پلمه لټول کیږی، که د روسیې دمرستیال خارجه وزیرڅرګندونې سمې نه وی،نو په دې زمینې کې د روسیانو پشمول دغه شان پلمو لټول رد او محکوم دی،البته باید دافغان چارواکو له خوا په افغانستان د امریکا بې رحمه یرغلونه ، او د امریکائی پوځیانو په ړندو بمباریو کې د عامو افغانانو قتل عام هم ایشوا او سخت ورټل شی او دامریکایانو په جنایتونو او له داعشیانو سره دهغوی په مرستو رسونې سترګې پټې نشی . که دافغانستان په سیاسی اوپوځی نظام کې موجوده بحران له یوې منظمې دسیسې سرچینه نه اخلی ، نو بیا د افغانستان د حکومت داصلاح او دکمزورتیاؤ د مخینوی لاره چا تړلې ده .؟
دغه شناندی او کارپوهان دغه راز وائی ، که دافغانستان په حکومت او نظام کې سترې کمزورتیاوې نه وی ،نو بیا ولې د دغه هیواد امنیتی اوسیاسی حالات ورځ تر بلې ترینګلی کیږی او هره ورځ له تیرې ورځې بدتره اوتورتمه وی .؟ که د داعش په باب دعبدا... عبدا... خبرې سمې وی ، نو بیا باید دافغانستان هغه درست شخصیتونه او دپارلیمان استازی محاکمه شی چې ځانونه ئې دافغانستان په ختیځی اوشمالی ولایتونو کې دامریکائی چورلکو په وسیله داعشیانو سره دمرستو رسونې د عینی شاهدانو په توګه معرفی کړی دی . دافغانستان جنګ اوس یوې داسې مرحلې ته داخل شوی دی ، چې په غلطو توجیهاتو اوناسمو څرګندونو او دخولې په شخړو سره دامریکا جنایتونه نشی پټول کیدلی او ملت ته نور ډاډ نشی ورکولی ، چې که په افغانستان کې د روان جنګ دختمولو لپاره د امریکا نه اراده او جنایتونه سم نه وی ، نو اوس د افغانستان په پارلیمان او ځینو ولایتی شوراګانو کې به استازو نه وئیل ، چې د ځینو ولایتونو مرکزونه او ولسوالۍ دنسکوریدا له خطرې سره مخامخ دی ؟ دامریکا په اولس کلن پوځی شتون او د کابل واشنګټن ترمینځ دامنیتی تړون له لاسلیک کیدا سره سره ، ولې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی نه دی ؟ همداوس ، ولې دافغانستان نیمه خاوره د وسلوالو مخالفانو په نیواک کې ده .؟ باید دغو پوښتنو ته سم ځوابونه ورکړل شی .
(لیکوال: عاشق حسین طوری )