بهرنی هیوادونه په افغانستان کښې لاسوهنې کوی
-
دافغانستان پارلمان له امریکا سره د امنیتي تړون دلغوه کیدا غوښتنه کړي ده .
زمونږ خبریال وایی د افغانستان د پارلمان غړو دروان میلادی کال د اکتوبر دمیاشتې د شلمې(۲۰) نیټې دپارلمان دانتخاباتو په بهیر کښې د بهرنیو هیوادونو د سفارتونو په لاسوهنو اندیښنه څرګنده کړه .
دافغانستان په پارلمان کښې د پروان ولایت دخلکو استازی عبدالستار خواصی وویل ځینې خارجی سفارتونه هڅه کوی د راتلونکو پارلمانی انتخاباتو په بهیر کښې په لاسوهنې سره دخپلې خوښې استازی پارلمان ته ورسوی .
دافغانستان د پارلمان لومړی مرستیال همایون همایون هم په دې خبرې سره چې بهرنی سفارتونه د پارلمان په روان کال انتخاباتو کښې د نفوذ د اعمالولو کوشش کوی وویل حکومت هم د خپل دنظر وړ د کاندیدانو یو(۱) فهرست د انتخاباتو کمیسیون ته سپارلی دی .
څو ورځې مخکې هم د افغانستان دپارلمان یوشمیر استازیو د پارلمان په راتلونکو انتخاباتو کښې د خپل نفوذ د اعمالولو او د لابۍ لپاره د امریکا دسفارت په هڅو اندیښنې ښودلی وه .
دافغانستان پارلمان له امریکا سره د امنیتی تړون دلغوه کیدا غوښتنه کړی ده او استازی باوری دی چې دغه تړون په هیواد کښې د ناامنیو د زیاتیدا سبب شوی دی .