د افغانستان په لويديځ کښې د اتلسو طالب ځواکونو وژله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i76980
د افغانستان په فراه ولايت کښې د طالب ډلې د سنګرونو په خلاف د افغان فوځ او امنيتي ځواکونو په عملياتو کښې د دغې ډلې د يو سرغنه په شمول اتلس طالب ځواکونه ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 03, 2018 13:58 Asia/Kabul
  • د افغانستان په لويديځ کښې د اتلسو طالب ځواکونو وژله

د افغانستان په فراه ولايت کښې د طالب ډلې د سنګرونو په خلاف د افغان فوځ او امنيتي ځواکونو په عملياتو کښې د دغې ډلې د يو سرغنه په شمول اتلس طالب ځواکونه ووژل شول.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان فوځي او امنيتي ځواکونو په فراه ولايت کښې د طالب ډلې د سنګرونو په خلاف په يو لړ عملياتو کښې په دغه ولايت کښې  د دغې ډلې سرغنه ملا لونګ له نورو اولسو تنو ووژل شو.

په دغو عملياتو کښې نهه نور طالب ځواکونه هم ژوبل شول.