دکابل له حکومت سره دخبرواترو لپاره طالبانو پخپلو کې سره مشورې کوی
دافغانستان د سولې لوړې شورا په د غې خبرتیا کې وئیلی دی ، دطالبانو مشرانو پخپلو کې په دې باب سره خبرې پیل کړی دی او دغې شورا د طالبانو د داخلی خبرو پیلیدا د افغانستان د سولې پروسې ته د ورتلو لپاره یوه شنه اشاره وبلله .
زمونږخبریال راپورراکړ د افغانستان د سولې عالی شورا دافغانستان له حکومت سره د سولې دخبرواترو په باب دفیصلې لپاره د طالبانو ډلې په داخل کې د خبرواترو دپیلیدا خبر ورکړی .
دافغانستان د سولې لوړې شورا په د غې خبرتیا کې وئیلی دی ، دطالبانو مشرانو پخپلو کې په دې باب سره خبرې پیل کړی دی او دغې شورا د طالبانو د داخلی خبرو پیلیدا د افغانستان د سولې پروسې ته د ورتلو لپاره یوه شنه اشاره وبلله .
البته طالبانو ډلې په دې باب د خبر ترمخابیره کیدا پورې څه نه دی وئیلی .
له دې مخکې طالبانو ډلې مشرانو له افغان حکومت او امریکاسره دسولې هرډول خبرې اترې له افغانستانه د امریکائی پوځیانو پشمول دبهرنیو عسکرو له وتلو سره مشروطې کړی دی .