د افغانستان مشرانو جرګې طالبانو ته د صلحې د خبرواترو بلنه ورکړه
Oct 15, 2018 04:10 Asia/Kabul
د افغانستان د مشرانو جرګې وړومبي مرستیال له طالب ډلې سره د صلحې د خبرواترو غوښتنه وکړه.
آوا خبري آژانس لیکلي چې محمد علم ایزدیار د سنا په پرونۍ غونډه کښې وویل: له طالبانو سره د صلحې خبرې اترې باید په نړیوال ضمانت سره وشي څو په دې هیواد کښې جنګ ختم او صلحه ټینګه شي.
هغه زیاته کړه: په افغانستان کښې به هله امنیت ټینګ شي چې په هیواد کښې دننه ټولې سیاستي ډلې او همداشان د سیمې هیوادونه پوه شي چې د هغوي ګټې د صلحې په بهیر کښې تامینیږي.
خو طالبانو په کراتو د افغانستان له حکومت او امریکې سره د صلحې هرډول خبرې اترې له افغانستانه د بهرنیو نیواکګرو ځواکونو په وتلو پورې شرطمنې کړې دي.
ټیګونه