دښمن د افغانستان دانتخاباتو د ګډوډولو اراده لری
-
د افغانستان د پارلمان انتخابات په سختو امنیتي تدبیرونو کښې په راتلونکي شنبې ورځ کیږي .
زمونږخبریال وایی د افغانستان دکورنیو چارو دوزارت ویاند« نجیب دانش »وویل دښمن هڅه کوی د پارلمان دانتخاباتو ترسره کیدل ګډوډ کړی .
هغه دافغانستان په خلکو غږ وکړ هوښیار ووسی او اجازه دې ورنکړی د ولسمشر اشرف غنی دحکومت مخالفان د راتلونکی شنبې ورځ د پارلمان دانتخاباتو امنیت ته تاوان ورسوی .
دافغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وویل کابو اویا زره(۷۰۰۰۰) امنیتی ځواکونه د انتخاباتو د امنیت د تامینولو لپاره چمتو دی .
هغه زیاته کړه له بده مرغه د غزنی په شمول دافغانستان په ځینو ولایتونو کښې ناامنۍ سبب شوی ده چې په ځینو سیمو کښې د پارلمان انتخابات ترسره نشی .
د افغانستان د پارلمان انتخابات په سختو امنیتی تدبیرونو کښې په راتلونکی شنبې ورځ کیږی .
بل خبر دا چې د پارلمان دانتخاباتو د ترسره کیدا په درشل کښې له نن څخه په پلازمینې کابل کښې د موټرسایکلونو په تګ راتګ بندیز لګول شوی دی .
د افغانستان د کورنیو چارو دوزارت دغه فیصله د پارلمان دانتخاباتو د امنیت دتامنیولو په لړ کښې شوی ده .