په لکونو کسان دافغانستان په انتخاباتو څارنه کوی
-
کارپيژاندي باوري دي دافغانستان د انتخاباتنو کمیسیونونه تر راتلونکو دوو (۲) ورځو پورې د انتخاباتو دترسره کیدا لپاره ضروري چمتووالي نلري .
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ دافغانستان د انتخاباتو کمیسیون وویل د انتخاباتو د تبلیغاتو د مهلت په ختیمدا سره څه دپاسه څلورلکه کورنیو او یوسل دوه دیرشو(۱۳۲) بهرنیو څارونکو د پارلمان په انتخاباتو د څارنې لپاره په شنبې ورځ نومونه ولیکل .
د افغانستان د انتخاباتو د کمیسیون ویاند حفیظ الله هاشمی نن خبریالانو ته وویل د یوسل دوه دیرشو(۱۳۲) نړیوالو څارونکو په شمول څه دپاسه څلور لکه کسانو د هیواد د پارلمان د انتخاباتو په بهیر د څارنې لپاره خپل نومونه لیکلی دی .
هاشمی دافغانستان د انتخاباتو د تبلیغاتو د مهلت پاې ته په اشارې سره چې بیګا شپې ختم شو د انتخاباتو په کاندیدانو غږ وکړ له کابل ښار څخه خپل تبلیغاتی پوسټرونه راغونډ کړی او د انتخاباتو د تبلیغاتو درنښت وکړی .
هغه وویل له هغو کاندیدانو سره به چې د انتخاباتو پوسټرونه له کابل ښار څخه راغونډ نکړی قانونی چلند وشی .
د افغانستان دانتخاباتو کمیسیون پرون ویلی وو ددغه کمیسیون یوشمیر کارکونکی د رایو په مرکزونو کښې د رایو د ثبتولو لپاره له بیومیټرک (Biometrics)سیسټم د استفادې په څرنګوالی نه پوهیږی .
کارپیژاندی باوری دی دافغانستان د انتخاباتنو کمیسیونونه تر راتلونکو دوو (۲) ورځو پورې د انتخاباتو دترسره کیدا لپاره ضروری چمتووالی نلری او دغه موضوع ممکنه ده د انتخاباتو بهیر له مشکل سره مخ کړی .