د افغانستان د انتخاباتو پایلې د دسمبر په ۲۰ نیټه اعلانیږی
-
په ټول کښې د انتخاباتو لپاره د رایو د ورکولو څلورزره او نهه سوه(۴۹۰۰) مرکزونه فعال شوي وو .
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان د پارلمان د انتخاباتو د کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد وویل د ولسی جرګې د دریم (۳)پړاو د انتخاباتو لومړۍ نتیجې د روان میلادی کال د نوامبر د میاشتې په شپږمه(۶) او پریکنده نتیجې یې د دسمبر د میاشتې په شلمه(۲۰) نیټه اعلانیږی .
عبدالبدیع صیاد نن ټینګار وکړ د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون به پاکې رایې له جعلی رایو جلا کړی او اجازه نه ورکوی چې درغلۍ کونکی کسان په جعلی رایو سره د افغانستان راتلونکی پارلمان ته لاره ومومی .
د افغانستان د پارلمان د انتخاباتو دکمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد وویل په ټول کښې د انتخاباتو لپاره د رایو د ورکولو څلورزره او نهه سوه(۴۹۰۰) مرکزونه فعال شوی وو او تراوسه د څلورزره او اته سوه(۴۸۰۰) مرکزونو رایې دغه کمیسیون ته رسیدلی دی او د پاتې نورو سلو(۱۰۰) مرکزونو رایې به هم تر نن مازیګر پورې دغه کمیسیون ته ورسیږی .
عبدالبدیع صیاد دې ته په اشارې سره چې د رایو د سموالی د ازمویلو لپاره د کامپیوتر سیسټمونو ته د اطلاعاتو د واردولو کار پیل شوی دی وویل دهغو رایو د اعتبار د لرلو یا نه لرلو په هکله چې د بیومیټرک ماشین بارکوډ (barcode) نلری زر فیصله وشی .
دافغانستان د ملی پارلمان د دریم (۳)پړاو انتخابات د څه دپاسه څلور میلیونه خلکو په ګډون سره له زیاتو امنیتی ګواښونو سره سره د روان میلادی کال د اکتوبر د میاشتې په شلمه (۲۰)او یویشتمه(۲۱) نیټه د هیواد په څلوردیرشو (۳۴)ولایتونو کښې ترسره شول .