له طالبانوسره دسولې دخبرواترو بهیرحساسې مرحلې ته رسیدلی
د افغانستان د خارجه وزارت ویندوی له طالبانو سره د سولې پر بهیر د کندهار د پولیسو دقوماندان جنرال عبدالرازق د ترور د اغیزو په باب هم ووئیل ، افغانستان سولې ته درسیدو په لاره کې ډیرې زیاتې قربانۍ ورکړی او دغه شان پیښې کومې لومړنۍ پیښې نه دی
دافغانستان د خارجه وزارت ویندوی صبغت ا... احمدی بیګا له آناتولی خبری آژانس سره په خبرو کې له طالبانو سره د افغانستان دملی وحدت حکومت د سولې دخبرواترو د بهیر په تشریح کولو کې ددې خبرې په کولو سره چې د ملی وحدت حکومت په افغانستان کې د سولې له ملاتړی هیوادونو قدرونه کوی ،زیاته کړې ، دسولې دخبرواترو بهیر به د ولس په چورلټ ملاتړ سره تر بریالیتوبه ورسیږی .
د افغانستان د خارجه وزارت ویندوی له طالبانو سره د سولې پر بهیر د کندهار د پولیسو دقوماندان جنرال عبدالرازق د ترور د اغیزو په باب هم ووئیل ، افغانستان سولې ته درسیدو په لاره کې ډیرې زیاتې قربانۍ ورکړی او دغه شان پیښې کومې لومړنۍ پیښې نه دی هغه روښانه کړې ، په افغانستان کې تل پاتې سولې ته د رسیدلو لاره یوه اوږده او پیچلې لاره ده ، خو د دغه هیواد حکومت او ملت دغه مهم ته درسیدو لپاره کلک هوډ او اراده لری .