د افغانستان په سویل کښې پنځه پولیس وژل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77680-د_افغانستان_په_سویل_کښې_پنځه_پولیس_وژل_شوي_دي
د افغانستان د سویل په قندهار ولایت کښې پر پولیس ځواکونو د نفوذي عامل په حمله کښې پنځه پولیس وژل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2018 08:20 Asia/Kabul
  • د افغانستان په سویل کښې پنځه پولیس وژل شوي دي

د افغانستان د سویل په قندهار ولایت کښې پر پولیس ځواکونو د نفوذي عامل په حمله کښې پنځه پولیس وژل شوي دي.

د تسنیم خبري آژانس د رپورټ له مخې د قندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کښې په پولیسو کښې یو نفوذي کس پولیسو ته له زهر ورکولو وروسته له هغو نه پنځه تنه وژلي او یو بل یې زخمي کړ.

دا پیښه په قندهار ولایت کښې د پارلیماني انتخاباتو له ترسره کیدو سره هممهاله په میوند ولسوالۍ کښې رامینځته شوې ده.

تیره اونۍ هم د افغانستان په ملي اردو کښې یو نفوذي عامل د دغه هیواد د لویدیځ په هرات ولایت کښې په بهرنیو پوځیانو ډزې وکړې چې له امله یې یو بهرنی پوځي وژل شوی او درې نور زخمي شوي وو.

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان حکومت د خپلو امنیتي ځواکونو په لیکو کښې د نفوذي عواملو له بریدونو سره د مبارزې لپاره هیڅ موثره لاره چاره نه ده موندلې.