افغانستان: پاکستان دې ملا برادر راوسپاري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77689-افغانستان_پاکستان_دې_ملا_برادر_راوسپاري
د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمیشن وویل: اسلام آباد ته پکار دي چې د طالبانو لوړرتبه قومندان ملا عبدالغني برادر د کابل حکومت ته وسپاري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2018 12:42 Asia/Kabul
  • افغانستان: پاکستان دې ملا برادر راوسپاري

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمیشن وویل: اسلام آباد ته پکار دي چې د طالبانو لوړرتبه قومندان ملا عبدالغني برادر د کابل حکومت ته وسپاري.

د تسنیم خبري آژانس د رپورټ له مخې د پاکستان له زندانه پس د اتو کلونو د طالبانو د یو جګ پوړي قومندان ملا عبدالغني برادر له خوشي کیدو وروسته د افغانستان ولسي جرګې له اسلام آباده وغوښتل چې هغه زرترزره د افغانستان حکومت ته حواله کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمیشن وویل: که پاکستان په افغانستان کښې د صلحې له ټینګښت سره مرسته کول غواړي نو باید د خپل هیواد په جیلونو کښې پراته طالب قومندانان د افغانستان حکومت ته وسپاري.

ملا برادر د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر مرستیال و چې په ۲۰۱۰ کال کښې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په لاس په کراچۍ کښې نیول شوی و او په دې وروستیو کښې آزاد شوی دی.