دافغانستان استازی د ماسکو په غونډې کښې ګډون نه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i77930-دافغانستان_استازی_د_ماسکو_په_غونډې_کښې_ګډون_نه_کوی
دافغانستان د «طلوع نیوز» ټیلی ویژن خبری سایټ راپور ورکړ ددغه هیواد دباندنیو چارو وزارت ټینګار وکړ دافغانستان استازی د ماسکو دسولې په غونډې کښې ګډون نه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2018 08:14 Asia/Kabul
  • دافغانستان طالبانو تراوسه په دغه غونډې کښې دګډون کولو په اړه څه نه دي ویلي .
    دافغانستان طالبانو تراوسه په دغه غونډې کښې دګډون کولو په اړه څه نه دي ویلي .

دافغانستان د «طلوع نیوز» ټیلی ویژن خبری سایټ راپور ورکړ ددغه هیواد دباندنیو چارو وزارت ټینګار وکړ دافغانستان استازی د ماسکو دسولې په غونډې کښې ګډون نه کوی .

دافغانستان د خارجه وزارت ویاند صبغت الله احمدی پرون وویل یوازې د سولې دلوړې شورا یوشمیر غړی به د ماسکو د سولې په کانفرنس کښې ګډون وکړی .

هغه د ماسکو دسولې  په غونډې کښې دافغانستان د حکومت داستازیو د ګډون دنه کولو علت په دغه ناستې کښې دګډون لپاره طالبانو ډلې ته د روسیې بلنه وبلله .

په عین حال کښې د افغانستان د سولې لوړه شورا وایی د دغه شورا د مرستیال «حاجی دین محمد» په مشرۍ یو(۱) پلاوی د ماسکو په کانفرنس کښې برخه اخلی .

د روسیې خارجه وزارت څه موده مخکې د افغانستان د حکومت ، د طالبانو ، د ایران ، دپاکستان ، د هند ، دچین او دامریکا داستازیو په ګډون سره دماسکو دسولې دغونډې د  ترسره کیدا خبر ورکړی وو .

دافغانستان طالبانو تراوسه په دغه غونډې کښې دګډون کولو په اړه څه نه دی ویلی .