دافغانستان طالبان دماسکو په غونډې کې ګډون ته تیار دی
ټاکل شوې ده ، دماسکو سولې غونډه د نومبر په نهمه نیټه ترسره شی ، حال دا چې د غه غونډه له دې مخکې ټاکل شوې وه دنومبر په څلورمه ترسره شی ، خو د افغانستان د حکومت په غوښتنې سره ځنډول شوې وه . البته ډیری شناندی اوکارپوهان په دغې غونډې کې د افغان حکومت د نه ګډون فیصله د واشنګټن د چارواکو فیصله ګڼی .
زمونږخبریال دصداي افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړ په قطر کې د طالبانو ډلې دسیاسی دفتر ویندوي سهیل شاهین وئیلي دي،ددغې ډلې استازي د افغانستان د سولې لپاره دماسکو په غونډې کې په ګډون سره په دغه هیوادکې د امنیت دتامینیدا اود جنګ دختمیدو لپاره خپله لیدتوګه بیانوي .
طالبانو له دې مخکې دافغانستان دسولې په خبرواترو کې ګډون له دغه هیواده د بهرنیو عسکرو له وتلو سره مشروط کړی ؤ .
په داسې حال کې طالبان په دغې غونډې کې دګډون لپاره خپل چمتووالی اعلانوي ، چې چې دافغانستان خارجه وزارت هم ټينګار کړی ، د ماسکو په سولې غونډې کې د کابل حکومت ګډون نه کوي . او یوازې د دغه هیواد دسولې دعالی شورا یو شمیر غړي به دماسکو دسولې په غونډې کې ګډون وکړي .
ټاکل شوې ده ، دماسکو سولې غونډه د نومبر په نهمه نیټه ترسره شي ، حال دا چې د غه غونډه له دې مخکې ټاکل شوې وه دنومبر په څلورمه ترسره شي ، خو د افغانستان د حکومت په غوښتنې سره ځنډول شوې وه . البته ډیری شناندي اوکارپوهان په دغې غونډې کې د افغان حکومت د نه ګډون فیصله د واشنګټن د چارواکو فیصله ګڼي .
وروستي راپورونه ښئ طالبانو په داسې حال کې د ماسکو دسولې په غونډې کې دګډون فیصله کړې ، چې طالبانو نن سهار هم د غزنی ولایت په جاغوری ولسوالۍ باندې چې دافغانستان یوه ډیره کراره سیمه ښودل کیږي ،حمله کړې او په دغې سیمې کې د حکومتي مامورانو او طالبانو تر مینځ سخت جنګ روان دی .البته د دغې سختې جګړې داحتمالی مرګ ژوبلو په باب کوم راپور نه دی ترلاسه شوی .