دکابل دحکومت په نمایندګۍدسولې دعالی شوراپلاوی ماسکو ته رسیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i78000-دکابل_دحکومت_په_نمایندګۍدسولې_دعالی_شوراپلاوی_ماسکو_ته_رسیدلی
دطالبانو یوه ویندوی ذبیح ا.. مجاهد په یوې خبرتیا کې وئیلی دی ، په ماسکو کې به د کابل له حکومتی پلاوی سره هیڅ ډول خبرې ونه کړی او د طالبانو ډلې دپلاوی دنده ،یوازې نړیوالو ته د طالبانو د موقف رسول دی
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 09, 2018 02:20 Asia/Kabul
  • دکابل دحکومت په نمایندګۍدسولې دعالی شوراپلاوی ماسکو ته رسیدلی

دطالبانو یوه ویندوی ذبیح ا.. مجاهد په یوې خبرتیا کې وئیلی دی ، په ماسکو کې به د کابل له حکومتی پلاوی سره هیڅ ډول خبرې ونه کړی او د طالبانو ډلې دپلاوی دنده ،یوازې نړیوالو ته د طالبانو د موقف رسول دی

زمونږخبریال راپور راکړ  دافغانستان د سولې  دعالی شورا ویندوی  احسان طاهری بیګا ووئیل   دافغانستان د حکومت له خوا  په نمایندګۍ  پلاوی  دروسیې  ماسکو په سفر تللی ،څو  په ماسکو کې د  افغانستان د سولې په غونډې کې  چې ټاکل شوې ده د جمعې په ورځ ترسره شی ،  ګډون کوی  .

 داپه داسې حال کې دی چې  د طالبانو ډلې هم   په ماسکو کې د افغانستان د سولې  غونډې  ته دخپل پلاوی لیږدول تائید کړی  ، خو وئیلی ئې دی چې   دوی  په دغې غونډې کې د سولې دخبرواترو  په نیّت ګډون نه کوی ،بلکې   له افغانستانه  د نیواکګرو د وتلو  دڅرنګوالی په باب  خپل دریځ   د  نړیوالو غوږونو ته رسوی .

دطالبانو یوه ویندوی ذبیح  ا.. مجاهد په یوې خبرتیا کې وئیلی دی ، په ماسکو کې به د کابل له حکومتی پلاوی سره هیڅ ډول خبرې ونه کړی  او د طالبانو ډلې دپلاوی دنده ،یوازې   نړیوالو ته د  طالبانو د موقف رسول  دی

 ډیری شناندی وائی دا لومړنی ځل دی ، چې  دافغانستاند سولې   دعالی شورا پلاوی  دطالبانو ډلې له یوه پلاوی سره  په یوه میز کینی .

 امریکا هم  په ماسکو کې د افغانستان د   سولې په غونډې کې  دګډون لپاره  دیوه پلاوی د لیږدولو خبر ورکړی ؤ .

ټاکل شوې ده   په ماسکو کې د  افغانستان د  سولې  په دغې نننۍ کیدونکی غونډې کې  د  دولسو  سیمه ایزو او له سیمې د ورآخوا هیوادونو  نمایندګان ګډون وکړی .