طالبان باید دسولې له غونډې اوزاری استفاده ونکړی
-
روسیې ژمنه وکړه چې دماسکو غونډه د طالبانو او د کابل دحکومت تریمنځ د نیغ په نیغه خبرواترو سبب شي .
زمونږ خبریال وایی دافغانستان د باندنیو چارو دوزارت ویاند صبغت الله احمدی وویل روسیه باید طالبانو ته اجازه ورنکړی چې په ماسکو کښې دافغانستان د سولې له غونډې اوزاری استفاده وکړی .
هغه پرون په کابل کښې په دې خبرې سره چې دافغانستان په اړه دماسکو دسولې غونډه باید طالبانو ته د امتیاز د ورکولو فرصت رامینځته نکړی ټینګار وکړ کابل هیله لری چې دغه غونډه د بین الافغانی سولې دخبرو اترو د پیلیدا سبب شی .
دافغانستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدی وویل روسیې ژمنه وکړه چې دماسکو غونډه د طالبانو او د کابل دحکومت ترمینځ د نیغ په نیغه خبرواترو سبب شی او هیله کیږی چې طالبان له دغه فرصته استفاده وکړی .
داپه داسې حال کښې دی چې طالبانو د ماسکو دسولې په غونډې کښې یوځل بیا له افغانستان څخه دامریکا د عسکرو په سمدستی ډول د وتلو ، د ملګروملتونو د بایکاټ له فهرست څخه د دغه ډلې د غړیو د نومونو د لیرې کولو او دطالبانو د بندیانو دخوشی کولو په شمول د سولې له پروسې سره د یوځاې کیدا لپاره په خپلو وارمخکې شرطونو ټینګار وکړ .
دافغانستان دسولې په نړیوال کانفرنس کښې چې وړمه ورځ د روسیې په کوربه توب په ماسکو کښې جوړ شوی وو دسیمې په یوشمیر هیوادونو سربیره په قطر کښې دطالبانو د دفتر استازیو او د افغانستان د سولې د لوړې شورا یوه(۱) پلاوی هم ګډون درلود .