دافغانستان په فراه کښې اوه طالبان وژل شوی
Nov 14, 2018 14:55 Asia/Kabul
-
په دغه جنګ کښې چې د طالبانو غړیو د تښتیدا سبب شوه د دغه ډلې اوه(۷) غړي ووژل شول .
زمونږ خبریال وایی دافغانستان په لویدیځ کښې دطالبانو او دپوځ په نښته کښې اوه (۷)طالبان ووژل شول .
د افغانستان د فراه ولایت دپولیسو ویاند محب الله محب نن وویل طالبانو په دغه ولایت کښې په «ده یک »سیمې کښې د پلټنې په یوه(۱) مرکز حمله وکړه چې د پوځ له غبرګون سره مخ شوه .
په دغه جنګ کښې چې د طالبانو غړیو د تښتیدا سبب شوه د دغه ډلې اوه(۷) غړی ووژل شول او درې (۳)نور ژوبل شول
ټیګونه