اجرایی مشر له طالبانو سره په سولې ټینګار وکړ
-
د کابل حکومت له طالبانو سره دخبرو اترو غوښتونکی دی خو دغه خبرې باید د افغانستان دخلکو په مشرۍ او مالکیت سره وي .
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د ملی وحدت د حکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله له طالبانو سره د سولې په خبرو ټینګار وکړ او ویې ویل د سولې خبرې اترې باید د افغانستان دخلکو په مشرۍ وی .
عبدالله عبدالله وویل د سولې په اړه د ولسمشر اشرف غنی دحکومت دریځ روښانه دی او د کابل حکومت له طالبانو سره دخبرو اترو غوښتونکی دی خو دغه خبرې باید د افغانستان دخلکو په مشرۍ او مالکیت سره وی .
دافغانستان اجرایی مشر عبدالله عبدالله وویل په هیواد کښې سوله او د امنیت تامینیدل دسیمې او دنړۍ په امنیت اغیزشیندی .
هغه دغه راز د اکتوبر په شلمه(۲۰) نیټه د پارلمان د انتخاباتو د ترسره کیدا په اړه وویل خلک له ګواښونو سره سره د رایو مرکزونو ته ورغلل پر دې اساس د انتخاباتو کمیسیون باید د ټاکنو په ښه ډول ترسره کولو کښې خپله دنده ترسره کړی چې د ولسمشرۍ انتخابات په ټاکلی وخت وشی .
د افغانستان دملی وحدت دحکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله په داسې حال کښې د هیواد دخلکو په مشرۍ د سولې دخبرو اترو په هکله ټینګار کوی چې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد یوځل بیا د راتلونکی میلادی کال د اپریل دمیاشتې په شلمه(۲۰) نیټه د افغانستان دولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډولو غوښتنه کړی ده .
له دې مخکې د طالبانو د وړاندیز پراساس په افغانستان کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډولو او دموقته حکومت دجوړولو په اړه یوشمیر راپورونه خپاره شوی وو خو طالبانو دغه راپورونه دروغ بللی وو .