د سيمې هېوادونو ته د خليل زاد دوره اي سفر شروع شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i78630-د_سيمې_هېوادونو_ته_د_خليل_زاد_دوره_اي_سفر_شروع_شو
د افغانستان په چارو کښې د امريکې خاص استازي د افغانستان په شمول د سيمې هېوادونو ته خپل دوره اي سفر شروع کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2018 08:53 Asia/Kabul
  • د سيمې هېوادونو ته د خليل زاد دوره اي سفر شروع شو

د افغانستان په چارو کښې د امريکې خاص استازي د افغانستان په شمول د سيمې هېوادونو ته خپل دوره اي سفر شروع کړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې زلمے خليلزاد په دغه سفرکښې چې تېره ورځ شروع شو او د دسمبر تر شلمې پورې به دوام ومومي له افغان ولسمشر اشرف غني، اجرائي مشر عبدا... عبدا... او د افغانستان له نورو چارواکو سره کتنه او له کابل حکومت سره د خبرو اترو ميز ته د طالب ډلې د راوستلو او د امنيتي حالاتو په اړه خبرې اترې کوي.

دغه افغان تباره او امريکائي ډېپلومېټ ټاکل شوې ده چې له افغانستانه وروسته پاکستان، روسيې، ازبکستان، ترکمنستان، بلجيم، اماراتو او قطر ته سفر وکړي.

تر اوسه په طالبانو باندې د دباو راوړلو او  له امريکې او افغان حکومت سره د صلحې خبرو اترو ته د مجبورولو لپاره د افغانستان، قطر او اماراتو په شمول د سيمې هېوادونو ته د زلمي سفرونو څه نتيجه نه ده لرلې، ځکه چې دغه ډله له افغانستانه د امريکائي فوځيانو وتل د صلحې د خبر اترو شرط بولي.