دافغانستان په فراه ولایت کې ۵۷وسلوال طالبان وژل شوی دی
دافغانستان دهرات ولایت دپولیسو ویندوی عبدالاحد والی زاده هم پرون مازدیګر وئیلی دی وسلوالو طالبانو په دغه ولایت کې په پلټونکی پستې حمله کړې چې له امله ئې د یوه مامور او د رو عامو کسانو پشمول څلور کسان وژل شوی دی .
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله را پورراکړ دافغانستان د کورنیو چارو وزارت پرون ناوخته دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، په فراه ولایت کې د طالبانو ډلې د مورچلو او پټنځایونو په ضد د پوځ او امنیتی ځّواک په ګډو عملیاتو کې د دغه ډلې دڅو لوړپوړو کمانډرانو پشمول ۵۷ وسلوال وژل شوی دی .
په دغو عملیاتو کې زیات شمیر وسلې ،تجیهزات اومهمات هم ولجه شوی دی .
دافغانستان امنیتی ځواک همدرااز په فراه ولایت کې په ترهه ګرو عملیاتو کې په لاس وهنې تورن ۴۵ کسان نیولی هم دی .
په یوه بل خبر کې وئیل شوی دی ، دافغانستان دهرات ولایت دپولیسو ویندوی عبدالاحد والی زاده هم پرون مازدیګر وئیلی دی وسلوالو طالبانو په دغه ولایت کې په پلټونکی پستې حمله کړې چې له امله ئې د یوه مامور او د رو عامو کسانو پشمول څلور کسان وژل شوی دی .