په افغانستان کښې د داعش د يو بل سرغنه هلاکت
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i78943-په_افغانستان_کښې_د_داعش_د_يو_بل_سرغنه_هلاکت
د افغانستان په ننګرهار ولايت کښې د داعش ترهه ګرې ډلې يو بل سرغنه هم په هلاکت ورسېد.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 15, 2018 11:21 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د داعش د يو بل سرغنه هلاکت

د افغانستان په ننګرهار ولايت کښې د داعش ترهه ګرې ډلې يو بل سرغنه هم په هلاکت ورسېد.

د افغان رسنيو په نقل سره زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې په ننګرهار کښې ولايت کښې په افغانستان کښې د داعش تکفيري ترهه ګرې ډلې څلورم سرغنه ابوسعيد اورکزے هم په هلاکت ورسېد.

همدارنګ د افغانستان د دفاع د وزارت وياند غفور جاويد وويل، د دغه هېواد جنګي الوتکو بېګا په ارزګان ولايت کښې د طالب ډلې په موچو حمله وکړه. خو د په دغه حمله کښې يې د مال او سر احتمالي تاوانونو ته څه اشاره نه ده کړې.