طالب استازي او خليلزاد نن په متحده عربي اماراتو کښې کتنه لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i78979-طالب_استازي_او_خليلزاد_نن_په_متحده_عربي_اماراتو_کښې_کتنه_لري
ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان د مسئلې د سياسي حل په موخه د طالبانو د قطر د سياسي دفتر استازي په متحده عرب اماراتو کښې له زلمي خليلزاد سره وګوري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2018 01:23 Asia/Kabul
  • طالب استازي او خليلزاد نن په متحده عربي اماراتو کښې کتنه لري

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان د مسئلې د سياسي حل په موخه د طالبانو د قطر د سياسي دفتر استازي په متحده عرب اماراتو کښې له زلمي خليلزاد سره وګوري.

د طالبانو د ویاند ذبيح الله مجاهد له لورې رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي چې نن یعنې د دوشنبې په ورځ به په متحده عرب اماراتو کښې د طالبانو د سياسي دفتر غړي او امريکايي استازی زلمی خليلزاد په خپلو کښې ملاقات او خبرې اترې وکړي.

مجاهد زياتوي چې په ننۍ غونډه کښې به د طالب او امريکايي استازو سربيره د سعودي عربستان، متحده عرب اماراتو او پاکستان استازي هم ګډون کوي.

د يادونې ده چې له دې وړاندې يو شمير رسنيو خبر ورکړی و چې د طالبانو او زلمي خليلزاد ترمنځ د (دسمبر د اوولسمې نېټې) غونډه به د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کښې کيږي.