زلمے خليل زاد افغانستان ته لاړ
د افغانستان په چارو کښې د امريکې خاص استازے زلمے خليل زاد د اماراتو له پائتخت ابوظبۍ څخه کابل ته لاړ.
د آوا خبري اژانس د رپوټ له مخې زلمے خليل زاد پرون به ابوظبۍ کښې د طالب ډلې له پلاوي سره له ناستې وروسته کابل ته لاړ چې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت له ولسمشر اشرف غني او اجرائي مشر عبدا... عبدا... سره کتنه او خبرې اترې وکړي.
په ابوظبۍ کښې د امريکې او طالب ډلې خبرې اترې د اماراتو، سعودي او پاکستان د ملي امنيت د صلاحکارانو په شتون سره وشوې.
د طالب ډلې يو وياند ذبيح ا... مجاهد په يوې بيانيه کښې وويل، په ابوظبۍ کښې له امريکې سره د دغې ډلې خبرې اترې په افغانستان کښې د بهرنيو ځواکونو د شتون د ختمولو او د دغه هېواد د کورنيو حالاتو په باره کښې وې.
د افغانستان، قطر او اماراتو په شمول د سيمې هېوادونو ته د زلمي خليل زاد سفرونو تر اوسه څه نتيجه نه ده لرلې.