امریکاهیڅکله هم د افغان ولس خیرغواړی نه ده
حامد کرزی هم په دغې کتنې کې له افغانستانه د ایران صادقانه او دوامدار ملاتړ ته په اشارې سره ووئیل ، دافغانستان حکومت او ولس ډاډمن دی چې ایران به دتل لپاره دافغانستان د ټولنې د اوسنی ترټولو مهم لومړیتوب په توګه دسولې دبهیر په پرمختګ کې اغیزمن او ټاکونکی رول ولوبوی .
زمونږ خبریال راپور راکړ د ایران دملی امنیت دلوړې شورا مشر علی شمخانی په کابل کې د افغانستان له پخوانی ولسمشر حامد کرزی سره په کتنې کې ددې خبرې په کولو سره چې امریکا هیڅکله هم دافغان ولس خیر غواړی نه ده ، وئیلی دی ، افغانستان ته د داعش دپاتې تکفیری ترهه ګرو دمنتقلولو لپاره د امریکا هڅه ، یو ډیر خطرناک او شکمن اقدام دی .
علی شمخانی دغه راز له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې د امریکا دوه ګوڼی چلند ته په اشارې سره ، په سیمې کې د دغه هیواد شتون ، دبې ثباتۍ او ناکرارۍ یو اصلی عامل وبالۀ.
حامد کرزی هم په دغې کتنې کې له افغانستانه د ایران صادقانه او دوامدار ملاتړ ته په اشارې سره ووئیل ، دافغانستان حکومت او ولس ډاډمن دی چې ایران به دتل لپاره دافغانستان د ټولنې د اوسنی ترټولو مهم لومړیتوب په توګه دسولې دبهیر په پرمختګ کې اغیزمن او ټاکونکی رول ولوبوی .
دایران داسلامی جمهوریت د ملی امنیت دلوړې شورا منشی همدرااز د افغانستان له ولسمشر ، اجرائی مشر او دملی امنیت له سلاکار سره هم لیده کاته کړی د ی .