له طالبانوسره دایران خبرې اترې د افغانستان دحکومت په غږملتیاسره دی
د ایران دملی امنیت د لوړې شورا د دارلانشاء ویندوی ددې خبرې په کولو سره چې په تهران کې به له طالبانو سره خبرې اترې دوام وکړی ، ووئیل ، ایران به ډیر زر په دې باب اطلاعات له ټولو سره شریک کړی .
زمونږ خبریال راپورراکړ د ایران ملی امنیت دلوړې شورا د سکرټریټ ویندوی کیوان خسروی دایران له دوهم ټیلیویژنی چینل سره په خصوصی خبرو کې روښانه کړې ، په هغو خبرواترو کې چې له دې مخکې دایران او طالبانو ډلې ترمینځ شوی ،په افغانستان کې د بیلابیلو لورو دلیدتوګو له نزدې کولو سره مرسته شوې
د ایران دملی امنیت د لوړې شورا د دارلانشاء ویندوی ددې خبرې په کولو سره چې په تهران کې به له طالبانو سره خبرې اترې دوام وکړی ، ووئیل ، ایران به ډیر زر په دې باب اطلاعات له ټولو سره شریک کړی .
اسلامی ایران په سیمې او نړۍ کې دیوه ترټولو اغیزمن هیوادوپه توګه تل دافغانستان پشمول دسیمې د شخړو او ترینګلتیاؤ دسیاسی او خبرواترو له لارې په حل کولو پسې دی .
خسروی افغانستان ته د علی شمخانی یوه ورځنی سفر ته په اشارې سره ووئیل ، په دغه سفر کې دافغانستان د سولې دبهیر او امنیت په باب د دغه هیواد له حکومتی شخصیتونو ،مسئولانو او سیاسی شخصیتونو سره په کتنو کې بحث او خبرې اترې شوی دی .