په هلمند ولایت کې دطالبانوله منګولو دولس کسان خوشی کړائ شول
د افغانستان دفراه ولایتی شورا مرستیال شاه محمود نعیمی هم وئیلی دی ، وسلوالو طالبانو پرون سهار د دغه ولایت په درآباد سیمې کې دولس عام کسان تښتولی او له هغوی ئې بیا دوه چارماری کړی دی.
زمونږخبریال دشفقنا خبری آژانس له قوله راپورراکړ د افغانستان دملی امنیت ادارې پرون مازدیګر په یوې اعلامیې کې وئیلی دی د دغه هیواد دملی امنیت ځواک دهلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ بند په حملې سره له دغه بنده دولس بندیان خوشی کړل .
په دغو عملیاتو کې زیات شمیر وسله او مهمات هم نیول شوی دی . په یوه بل خبر کې وئیل شوی دی ، افغانستان دکورنیو چارووزارت له خوا هم په یوې اعلامیې کې وئیل شوی ، افغان پولیسو په سنوګر ، مستان پل ، رباط میرک ، سیاوشان ، سیاچه او همداراز د پشتون زرغون ولسوالۍ ځینی سیمې د طالبانو له منګولو آزادې کړی دی .
په دغې اعلامیې کې وئیل شوی ، په دغو عملیاتو کې شپږ وسلوال طالبان وژل شوی او پولیسو اوعامو خلکو ته کومې مرګ ژوبلې نه دی رسیدلی .
له دې سره په یووخت د افغانستان دفراه ولایتی شورا مرستیال شاه محمود نعیمی هم وئیلی دی ، وسلوالو طالبانو پرون سهار د دغه ولایت په درآباد سیمې کې دولس عام کسان تښتولی او له هغوی ئې بیا دوه چارماری کړی دی. په یوه بل کې هم وئیل شوی وسلوالو طالبانو همداراز دکندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې په یوې پستې په حملې سره اوه افغان پوځیان وژلی اوڅلور نور ئې ټپیان کړی دی . په دغې نښتې کې همداراز شپاړس وسلوال طالبان وژل شوی او یولس نور ټپیان شوی دی .