قندهار او هلمند ولایتونوکښې ۱۰ وسله وال ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79493-قندهار_او_هلمند_ولایتونوکښې_۱۰_وسله_وال_ووژل_شول
د افغانستان قندهار ولایت کښې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 07, 2019 06:06 Asia/Kabul
  • قندهار او هلمند ولایتونوکښې ۱۰ وسله وال ووژل شول

د افغانستان قندهار ولایت کښې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي افغان ځواکونو په شاه ولي کوت ولسوالۍ کښې عملیات کول، چې له طالبانو سره په جګړه کېوتل.

سرچینه زیاتوي، په دغه جګړه کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي، پنځه پټنځایونه او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

دفاع وزارت د افغان ځواکونو د زیان په اړه څه نه دي ویلي.

بلخوا د هلمند ولایت د امنیه قوماندانۍ ۶۰۱ لویې لارې کنډک پولیسو پنځو تنو وسله والوطالبانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت څخه پرون په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه وسله والو طالبانو غوښتل د هلمند ولایت په ۶۰۱ لویې لارې اړوند صوفه او سرای سیمو پوستو برید وکړي چې د پولیسو له چټک غبرګون سره مخ شول او له امله یې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د دې ترڅنګ، د هلمند ولایت د لویې لارې اړوند سیمو کې د افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په نتيجه کښې ۲۳ ماینونه کشف او شنډ کړې شول او د تلاشۍ او تصفیې په برخه کښې دوه کیلو مټره پرمختګ شوے دے.طالبانو تراوسه څه ردعمل نه دے ښودلی