د امریکا د ولسمشر ټرمپ په څرګندونو د افغان دولت سخت غبرګون
اسلامی جهاد د امریکایی جهاد مقابل ټکې دې او ټرمپ باید پوهه شی هماغه مجاهد خلک چی پرون یې پخوانې شوروی په ګونډو کړ نن د امریکاد تش په نامه جهادیانو په وړاندې دریدلی تر څو اجازه ورنکړی دین او ټاټوبې یې د لویدیځو تکفیری ګوډاګیانو په لاس لوټ شی
د افغانستان حکومت د امریکا د ولسمشر ټرمپ په هغو څرګندونو چی ویلی یې وو په افغانستان کې د پخوانی شوروی د شتون دلیل دا وو چی ترهه ګرو هغه هیواد ته د نفوذ اراده درلوده ، غبرګون ښودلی او د امریکا د حکومت د سپیناوی غوښتنه یې کړی ده .
ټرمپ په دې وروستیو کې وویل روسانو حق درلود چی په افغانستان حمله وکړی او هلته شتون ولرلې شی ، مشکل دا دې چی هغه وخت نښته ډیره سخته وه او په صحیح معنا روسان مات شول .
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼې په هغه خبرتیا کی چی پکې د امریکا د ولسمشر نوم ندې اخیستل شوی ، ویلی دی په افغانستان د پخوانی شوروی له تیری وروسته افغانانو د یوه ملی پاڅون په نتیجه کی د ازادۍ لپاره جهاد وکړ . په دغه خبرتیا کې راغلی دی د جهاد په پړاو کې افغانانو انتحاری حملې نه کولې او د نورو هیوادونو لپاره هیڅ ګواښ نه حسابیدل . دا لړومړې ځل دې چی د افغانستان ملی وحدت حکومت د ټرمپ په څرګندونو داسې غبرګون ښی .
«««««««««««««««««««««««««
کارپیژاندی باوری دی چی د ټرمپ دا خبرې د افغانستان د مسلمان ولس د سپیڅلی جهاد ښکاره سپکاوې او د هغو میلیونونو شهیدانو د وینې بی احترامی ده چی د پخوانی شوروی د تیری ګرو ځواکونو له سلطې د افغانستان د ازادی او خپلواکۍ په لاره کې یې ورکړی دی .
ټرمپ په داسې حال کی د افغان ولس جهاد له ترهه ګرۍ سره مساوی بولی او په افغانستان د پخوانی شوروی تیری ته رواوالې وربخښی چی په هغه وخت کی د افغانستان خلک په تشو لاسونو د نړۍ د ستر زبرځواک په وړاندې ودریده او له خپلې ازادۍ او عزت یې دفاع وکړه او اجازه یې ورنکړه چی هیواد یې د پردیو په لاس کې وی .
««««««««««««««««««««««««««««««
هماغه ډول چی د افغانستان د ولسمشرۍ په اعلامیه کې هم ورته ښه اشاره شوی ده ، د افغانستان مجاهدین او خلک د پخوانی شوروی په شمول د هیڅ بهرنی هیواد پرضد ګواښ نه حسابیدل ، هغو پرضد یې ځان وژونکی حملې نه کولې او په هیڅ هیواد یې د تری نیت نه درلود بلکې له خپل ځان ، ناموس اوټاټوبی یې د تیری ګر او خونخوار ځواک په وړاندې دفاع وکړه .
په دې ډول د امریکا ولسمشر دا حق نلری چی په دغه ډول بې شرمی او وقاحت سره د دغه ټاټوبی د میلیونونو شهیدانو د پاکې وینې سپکاوې وکړی او سپیڅلی دفاع ، ترهه ګری وبولی او یوه تیری ګر ځواک ته دا حق ورکړی چی د نورو ټاټوبی ونیسی .
««««««««««««««««««««««
د افغانستان د خلکو جعهاد له هغه تش په نامه جهاد سره چی نن سبا امریکا او صیهونیزم رامینځته کړی دی او په ښکاره او پټو ملاتړونو سره یې له تکفیری ډلو کوی تفاوت لری . امریکا او صیهونیزم د اسلام د غوړیدا د مخنیوی ، د اسلام د بدنامولو ، د مسلمانو هیوادونو د تیلی او نورو زیرمو د لوټولو ، د اسلامی ټاټوبیو د نیولو او خپلوسلطه غواړو پروژو د پلی کولو لپاره له تکفری ډلو ملاتړ کوی .
د پخوانی شوروی پرضد د افغان ولس جهاد له خپل ناموس ، عزت او ټاټوبی دفاع وه خو هغه تش په نامه جهاد چی د امریکا او لویدیځ د ملاتړ وړ ترهه ګر یې چغی وهی د جهاد اپوټه څیز دې .
«««««««««««««««««
اسلامی جهاد د امریکایی جهاد مقابل ټکې دې او ټرمپ باید پوهه شی هماغه مجاهد خلک چی پرون یې پخوانې شوروی په ګونډو کړ نن د امریکاد تش په نامه جهادیانو په وړاندې دریدلی تر څو اجازه ورنکړی دین او ټاټوبې یې د لویدیځو تکفیری ګوډاګیانو په لاس لوټ شی او د جهاد په شان د انسان جوړونکی ، مترقی او تلپاتی او غوړیدلی ارزښتونه د امریکایی اسلام له لوری په انحرافی او غلطو تفسیرونو سره مصادره شی .