په ننګرهارکی یوشمیرطالبان اوداعشیان سره د وسلوحکومتی ځواک ته تسلیم شول
ددولت پر وسله والو مخالفانو د فعالیت کړۍ تنګه شوې ،نو ۱۶ طالب وسله وال له خپلو وسلو سره یو ځای دسولې له پروسې سره یو ځای شول. نوموړی وویل دغو طالب وسله والو چې دوه تنه سیمه ییز قوماندانان هم پکی شامل دی دغنی خیلو او مومندری په ولسوالیو کې د دولت پر خلاف کړنې کولې .
زمونږ خبریال له ننګرهاره راپورراکړ دافغانستان دننګرهار د والی ویاند عطا ا....خوګیاڼی نن په یو لړ څرګندونو کې وئیلی دی ، وروسته له هغې چې د امنیتی ځواکونو له خوا د دې ولایت په غنی خیلو او مومندری ولسوالیو کې چڼیز عملیات پیل او په بریالیتوب سره مخ پر وړاندی روان دی ، ددولت پر وسله والو مخالفانو د فعالیت کړۍ تنګه شوې ،نو ۱۶ طالب وسله وال له خپلو وسلو سره یو ځای دسولې له پروسې سره یو ځای شول. نوموړی وویل دغو طالب وسله والو چې دوه تنه سیمه ییز قوماندانان هم پکی شامل دی دغنی خیلو او مومندری په ولسوالیو کې د دولت پر خلاف کړنې کولې .
دننګرهار دوالی ویاند دغه راز وویل دننګرهار ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د افغان امنیتی ځواک له لورې د پیل شویو عملیاتو له امله داعش وسله والو دمقاومت او جګړې توان له لاسه ورکړی دی . نوموړی وویل اته داعش وسله وال هم چې د مومندرې او غنی خیلو په ولسوالیو کې دحکومت ضد کړنې ئې کولی امنیتی ځواکونو ته تسلیم شول .