له طالبانو سره په خبروکې دکابل حکومت ځای یوهیوادهم نه شی نیولی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79547-له_طالبانو_سره_په_خبروکې_دکابل_حکومت_ځای_یوهیوادهم_نه_شی_نیولی
په همداوروستیو میاشتو کې روسیې ،امریکا ، پاکستان او ځینو عربو هیوادونو دافغانستان له حکومت سره له غږملتیا پرته په کرتو دطالبانو له استازو سره کتنه اوخبرې اترې کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 09, 2019 01:38 Asia/Kabul
  • له طالبانو سره په خبروکې دکابل حکومت ځای یوهیوادهم نه شی نیولی

په همداوروستیو میاشتو کې روسیې ،امریکا ، پاکستان او ځینو عربو هیوادونو دافغانستان له حکومت سره له غږملتیا پرته په کرتو دطالبانو له استازو سره کتنه اوخبرې اترې کړی دی .

زمونږخبریال راپورراکړ  دافغانستان د  ملی وحدت حکومت دا جرائی شورا دمشر  ویندوی فریدون خوزون بیګا  دیوې اعلامیې په خپرولو سره ، له طالبانو ډلې سره د  امریکا ،پاکستان اوځینو عربو هیوادونو  له غږملتیا پرته  غونډو جوړیدا ته په ا شارې  او  په دغو خبرواترو کې  د کابل حکومت باندې په سترګو پټولو کې پر امریکا په سختو نیوکوسره  وئیلی دی ، یو هیواد هم  له طالبانو ډلې سره د سولې   په خبرواترو کې دافغانستان دحکومت   جانشین نشی کیدلی .

 دعبدا...عبدا... ویندوی زیاته کړې ،   له طالبانو ډلې سره د  هرډول احتمالی موافقط په باب  دفیصلې حق  یوازې دافغانستان ولس  لری .

 فریدون خوزون  روښانه کړې ، دافغانستان  حکومت د  ګاونډیو هیوادونو هڅې  چې  په دغه هیواد کې د سولې دټینګیدا لامل کیږی ،هرکلی کوی .

 په همداوروستیو میاشتو کې  روسیې ،امریکا ، پاکستان او ځینو عربو هیوادونو  دافغانستان له حکومت سره  له غږملتیا پرته  په کرتو  دطالبانو له استازو سره کتنه اوخبرې اترې کړی دی .  

 ځینو طالبانو تیره اونۍ   دافغانستان د سولې دبهیر په باب  له ایرانیو چارواکو سره  د خبرواترو لپاره تهران  ته هم سفر راکړی ،خو ا یران  دنورو هیوادونو په خلاف چې  دافغانستان حکومت ئې څنډې ته کړی ،دافغانستان حکومت ته  د دغو خبرواترو   دجزیاتو په وړاندې کولو سره  وئیلی دی ،  دکابل حکومت  له طالبانو سره دتهران  له ټولو تماسونو خبر دی .