قطر کښې له امریکې سره د طالب ډلې غونډه لغو شوه
د افغانستان خبري سرچینو په قطر کښې د امریکې له استازو سره د طالب ډلې د غونډې د لغو کیدو خبر ورکړ.
ایرنا د افغان سرچینو له قوله لیکلي دي چې طالب ډلې په قطر کښې له امریکې سره دوه ورځنۍ غونډه د بحث وړ موضوعاتو د بدلیدو په وجه لغو کړې ده.
طالبانو پرون وویل چې له امریکې سره د دې ډلې مذاکرات چې ټاکل شوې وه، چارشنبه (نن) ترسره شي، کینسل شوي دي.
د طالب ډلې په خبرپاڼه کښې راغلي دي: له دې امله چې د امریکې له استازو سره د دې ډلې د غړو په غونډه کښې د بحث وړ موضوع بدله شوه، په دغو مذاکراتو کښې به ګډون ونه کړي.
له دې مخکښې ټاکل شوې وه چې له طالبانو سره د صلحې خبرې اترې د افغانستان د حکومت د پلاوي په شتون سره د عربستان په جده کښې ترسره شي خو دغې ډلې د کابل له استازو سره له مذاکراتو د ډډه کونې په وجه د جدې په غونډه کښې ګډون ته غاړه کښېنه ښودله او د قطر له غونډې سره یې موافقه کړې وه، خو اوس یې د قطر غونډه هم لغوه اعلان کړه.
دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان حکومت تل د کابل په محوریت سره، له طالب ډلې سره د صلحې پر خبرواترو ټینګار لري.