دیمن پوځ دعربستان د پیّلو ځواکونوپر مورچلو د زالزال توغندی حملې کړی
دیمن دپوځ او دولسی مبارزو کمیټیو دفاعی قدرت دآل سعود رژیم په وسیله د دغه هیواد له بشپړ کلابندۍ سره سره هماغه راز ورځ تر بلې په زیاتیدا دی .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړی ، دیمن دپوځ اوولسی کمیټیو توغندوی یونټ بیګا د دغه هیواد په شمال لویدیځ کې په حجه ولایت کې د النار په لوړو کې دسعودی عربستان دتالی څټو پر مورچلو د زالزال یو ډوله توغندی ویشتی دی چې وئیل کیږی ،یولړ مرګ ژوبلې ئې اړولی دی .
پرون مازدیګر هم د النار پر لوړو دیمن دپوځ او ولسی مبارو کمیټیو د توپونو یونټ هم درندې ډزې کړې وې .
د یمن د وسلوال پوځ دلوی درستیز مرستیال جنرال علی الموشکی په همداوروستیو کې ټینګار کړی ، دیمن ځواک ژمنه کړې ، چې له یمنه به یو ژوندی تیریګر هم بهر پرې نږدی .
دیمن دپوځ او دولسی مبارزو کمیټیو دفاعی قدرت دآل سعود رژیم په وسیله د دغه هیواد له بشپړ کلابندۍ سره سره هماغه راز ورځ تر بلې په زیاتیدا دی .