د افغانستان د صلحې شورا طالبانو ته خبرداری ورکړ
د افغانستان د صلحې عالي شورا وویل: که طالبان د کابل له حکومت سره خبرو ته غاړه کښې نه ږدي نو له دغې ډلې سره د خبرواترو بهیر به ودریږي.
د افغانستان د صلحې عالي شورا وویل: که طالبان د کابل له حکومت سره خبرو ته غاړه کښې نه ږدي نو له دغې ډلې سره د خبرواترو بهیر به ودریږي.
د تسنیم خبري آژانس په لیکنه: د افغانستان د صلحې د عالي شورا د دارالانشاء مشر ټینګار وکړ چې طالب ډلې ته باید یو مهال ویش وټاکل شي چې که په ټاکلي وخت کښې د افغانستان له حکومت سره خبرو ته کښې نه ني نو د صلحې د خبرواترو بهیر به بیخي بند کړي.
عمر داودزي د افغانستان له حکومت سره له نیغ په نیغه خبرواترو د طالبانو د ډډه کونې او د امریکې او د سیمې د ځینو هیوادونو له استازو سره یې د ګڼو ملاقاتونو په هکله وویل: د خبرواترو د بندولو غوښتونکي نه یو خو که د مذاکراتو د بهیر داسې دوام هم صحیح نه دی.