دایران دریځونه د افغانستان دخلکو دملاتړ لپاره دی
Feb 08, 2019 01:33 Asia/Kabul
-
اسلامي انقلاب د ایران دخلکو په افکارو کښې جرړه لري .
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان دملی یووالی د حکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله په هیواد کښې دسولې په وړاندې د ایران داسلامی جمهوریت د دریځونو قدرونه وکړه .
هغه پرون په کابل کښې دایران داسلامی انقلاب د بریالیتوب د څلویښتمې (۴۰) کلیزې په مراسمو کښې وویل دافغانستان د سولې په هکله د ایران د اسلامی جمهوریت دریځونه د دغه هیواد د خلکو ، حکومت او د واکمنۍ دملاتړ په لړ کښې دی .
دافغانستان دملی وحدت دحکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود، ملت او حکومت ته د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د څلویښتمې (۴۰) کلیزې په مبارکۍ سره وویل دغه انقلاب د ایران دخلکو په افکارو کښې جرړه لری او د سیمې او دنړۍ په سویه یو(۱) بدلون دی .
ټیګونه