د افغانستان په کلتور د اسلامي انقلاب تاثير
په مشهدکښې د افغانستان د تبيان کلتوري او اجتماعي فعاليتونو د مرکز د نمائندګۍ دفتر مشر د افغانستان د ټولنې د کلتور په وده کښې د اسلامي انقلاب تاثير بې مثاله وبلۀ.
وحيدالله حبيبي په مشهد کښې د انقلابي مشرانو قدرونه د مبارزاتي حرکت د راژوندي کولو روش نومې سمينار ترڅنګه زمونږ له دري څانګې سره په مرکه کښې تاکيد وکړ، اسلامي انقلاب د افغانستان د خلقو د کلتورر په وده او اعتقاداتو باندې زيات تاثير لرلے دے.
هغه زياته کړه، په ايران کښې د افغان مهاجرو او په نورو هېوادونو کښې د افغان مهاجرو په پرتله کښې معلوميږي چې هغه مهاجرين چې په ايران کښې يې شتون لرلے دے له فکري، کلتوري او اعتقادي نظره زيات څرګند دي او نن د مهاجرينو دغه طبقه په افغانستان کښې په کلتور او رسنيو کښې فعاله رول لري.
حبيبي واضحه کړه، په افغانستان کښې دننه هم روڼ فکرۍ او بېدارۍ چې اسلامي انقلاب د دغه هېواد د خلقولپاره په ډالۍ کښې راوړه په افغانستان کښې د نړيوالو قوتونو د نيواکګرۍ په خلاف د هغوي په جهاد او له هغه وروسته ژور اثرات لرلي دي.